کور / تازه خبرونه / اردن: د خوست چاودنه اردني نه ده کړې

اردن: د خوست چاودنه اردني نه ده کړې

د اردن حکومت هغه د الجزيرې ټلويزون هغه خبرونه رد کړل، چي وايي د خوست چاودنه يوه اردني افسر کړې وه چي له امله يې د امريکايي استخباراتو اته لوړ پوړي مامورين وژل سوي دي.
الجزيرې ټلويزون د قبايلي طالبانو او همام الخليل د خپلوانو په حواله خبر ورکړ چي دغه چاودنه د همام الخليل له خوا چي د طب ډاکټر او د اردن تبعه وو ترسره کړې ده.
د اردن د اطلاعاتو او کلتور وزير نبيل شريف وايي هيڅ داسي شواهد نسته چي دغه چاودنه دي د همام الخليل له خوا ترسره سوې وي.
دغه چاودنه چي د خوست ولايت په يوه امريکايي پوځي اډه کي وسوه، د امريکا د سي، آى، اې شبکې ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله او ورسره سم افغان طالبانو او قبايلي طالبانو د دې کار مسئوليت ومانه.
د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چاودنه د دوى يوه ملګري چي د افغانستان د پوځ افسر وو ترسره کړې ده.