کور / تازه خبرونه / تازه خبر: يو برتانوى، څلور امريکايي پوځيان ووژل سول

تازه خبر: يو برتانوى، څلور امريکايي پوځيان ووژل سول

د ناټو ځواکونو خبر ورکړ چي د سړک د غاړي په چاودنه کي يې پنځه پوځيان وژل سوي دي.
رويټرز آژانس وايي دغه کسان په دوو جلا جلا پېښو کي د افغانستان په جنوب لوېديځ کي وژل سوي، خو د پېښو اصلي ځاى يې نه دئ په ګوته کړئ.
په لومړى چاودنه کي څلور امريکايي پوځيان وژل سوي او وروسته په بله يوه کي يو برتانوى عسکر وژل سوئ چي غالباً په هلمند ولايت کي رامنځته سوې ده.
دغه پنځه کسان د ٢٠١٠ کال د پيل راهيسي لومړني بهرنيان دي چي په افغانستان کي وژل کېږي.