شاعره ليکواله زرلښته حفيظ دمخکښې جايزه وکټله

سعيد لودين | جنوري 4th, 2010


زرلښته حفيظ ملکزۍ چې په ٢٠٠٦کې دکاناډادالبرتاپيترلاهه په روغتون کې په رسمي ډول په کار پيل وکړه په روغتون کې دښه خدمتنو ،نظم دسپلين،دهمکارانو،مريضانواو دهغوې کورنيوسره دښه برخوردپه سپارل شوي دنده کې دښه احساس او مسوليت ددرک په اساس ددری سوه پينځه شپيتو نارينه او ښځينه همکارانو تر منيځ دکارپه سياليوکې د٢٠٠٩کال داتلې په توګه وپيژندل شوه .

نوموړي ته دکال دغوره شخصيت او ممتازې اتلې لقب ورکړشوه په هغه غونده کې چې دسمبردمياشت په اوله کې جوړ شوې وه اغلې زرلښتې ته يوستاينليک ،دپيسوچيک دڅوملګروسره دمالبروپه يورستورانت کې ددوه ورځودپاره دسهارنۍاوغرمنی دډوډۍ بندوبست او دهغې موټردپاره يودايمي مستقل پارګنګ ځاې او نورسوغاتونه ورکړشوه داغلې زرلښت حفيظ تصويرونه دهسپيتال په ديوالونو کې ديو مياشت دپاره د هغې دښه خدمتنو بيلګو سره په دهليزونو کې وځړول شوه او بيا دهسپيتال په هغه رسمي کتاب کې سبت شو چې دتل پاتې اتلانو نوم په کې سبتيږي زرلښته ددسمبر په مياشت کې د ډيرو مبارکيو تر څنګ خپل دهمکارانو دتودهرکلې سره مخامخه شوه پروګرام دعصريه په خوړلو سره پاې ته ورسيد اغلې حفيظ سره به مرکه هم وکړو اوس مو رابولم دهغې ژوند ليک ته :

زرلښت حفيظ ملکزۍ دملک حفيظ الله لوردننګرهاردښيوې ولسوالۍ دقلاټک د کلې دملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده پينځه کلنۍ کې دخيوې نه ننګرهارته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده دننګرهاردالاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.

عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې اودهغې نه ورسته ېې دموراوماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پيښورښاردناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې دقابلې په توګه ېې دنده ترسره کړېده زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده اوهلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت پيترلاهي روغتون کې رسمي دنده لري خوسره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او دنيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي :

١ – ځوانيمرګ ارمان
٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه
٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه

زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي :

۱ – ناچاپ اثار
۲- دښاغلی کاروان چنار خبرۍ کوي فارسي ژباړه
۳- زما ژوند
۴- زما مور
۵- ښځه دژوند په هنداره کې دوهم جلد
۶- سوله مې ارمان
۷- پلچرخي زندان
۸- دژوند خوږې لمحۍ

Copyright Larawbar 2007-2024