کور / تازه خبرونه / ننګرهار; پوليسو په رينجر موټر پسې بمي چاودنه وشوه

ننګرهار; پوليسو په رينجر موټر پسې بمي چاودنه وشوه

د ننګرهار ولايت دامنيه قوماندانۍ امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه نن تر غرمې مخکې دچپرهارولسوالۍ په سيمه کې دپوليسوپه يو رينجر موټرپسې وشوه .چې پکې يو عسکر زخمي او رينجر يو څه زيانمن شوي.
امنيتي چارواکي وايي کله چې د دوي پوليس د چپرهار ولسوالۍ د سرې کله په سيمه کې ګزمه کوله چې په رينجر پسې بمي چاودنه وشوه.خو دې چاودنې پر مهال يو تن چې ريموټ کنټرول په لاس کې وو ونيول شو.چې د مهال تر پوښتنې پيل شوي دي.
خو بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند رسنيو ته وايي چې په چاودنه کې دري پوليس مړه او دوه نور ټپيان دي.