کور / تازه خبرونه / د ملي راډيو تلويزيون خپروني 24 ساعته سوې

د ملي راډيو تلويزيون خپروني 24 ساعته سوې


سر له نن ۲۱ جنوري ۲۰۰۸ څخه د افغانستان دملي راډيو تلويزون د تلويزيوني خپرونو وخت له ۱۸ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته په متحاني ډول پورته سو ، ټاکل سوې ده چي تر دې وروسته ملي تلويزون د اوونۍ اووه ورځي شپه او ورځ خپروني کوي .  د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند حميد ناصري وردګ لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي دوی پر خپله ژمنه ولاړ دي او سر له نن څخه به د ولسي جرګې د دريم کاري کال د پرانستني په مناسبت  ملي تلويزون ۲۴ ساعته خپروني پيل وکړي .


ملي تلويزون د ۲۰۰۸ عيسوي کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه ازمايښتي او د همدې مياشتي له دريمي نېټې څخه يې په لومړي ځل اروپا او امريکا ته د سپوږمکۍ يا سټيلايت په مرسته خپروني لېږدول پيل کړل چي په پيل کي يې د ټولو خپرونو وخت ۱۸ ساعتونه وو .


تر يو کال مخکي پوري د افغانستان پر راډيو تلويزيون نيوکي کېدلې په افغانستان پر ځای د ايراني کلتور او ترمينالوژۍ د دودولو لپاره کار کوي . د علومو داکاډمۍ يو تن پخواني کارکوونکي چي نه غواړي نوم يې ياد شي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي که څه هم چي د اطلاعاتو او کلتور د وزير او ملي راډيو تلويزيون د نشراتو د ريس په بدلېدلو سره اوس يادو شويو دواړو ادارو کي د پام وړ بدلون راغلی دی ، د ملي تلويزيون نړيوال کيدل يې د دې ادارې د ريس ښاغلي واحد نظري او د اطلاعاتو او کلتور لويه لاسته راوړنه وبلله خو زياته يې کړه چي بيا هم پکار ده چي ملي مسايلو ته ډېره پاملرنه وسي .


ملي تلويزيون په اروپا او امريکا کي په دغه پته ليدل کيدای سي .


اروپــا


HotBird
Frequency 11411  H
S.R- 27500
FEC- 5/6


امريکا
 
Galaxy 25
Frequency 11716 V
S.R- 22000
FEC- 1 / 2