کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو سره همکاري ستايو

د ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو سره همکاري ستايو

شهيد عبدالصمد روحاني دوه كاله وړاندې په كابل كې دپژواك خبري اژانس
په دفتركې راته وويل چې زه كمپاين نه كوم،ځكه له دې او هغې ويلو نه مې دېر ښه نه
راځي خوكه داځينې خبرې همداسې پرېږدم او ووايم چې نه زه نه يم خبر،نو دابه مې سمه
نه وي كړې. يوداسې حقيقت چې زه پرې پوهېږم پټ به رانه پاتې شوى وي.
داهم يوحقيقت دى چې ډاكټرفاروق وردګ دهغې وړتياله مخې چې په تېرولويوجرګوكې
ددرارلانشا، دچاروپه اداره،په پارلماني چاروكې ددولت په وزارت اوپه دې وروستيوكې
دپوهنې دوزيرپه توكه دوزارت په چاروكې ترډېرو ډېر بريالى وزيرراوتلى دى .
درې كاله وړاندې مې په يوه مجله كې دډاكټرفاروق وردګ په هكله يوه ليكلې مقاله
لوستلې وه چې سرليك يې وو (( ننګيالي دي په ډېر وياړ يې يادوو)) اوس معلومېږي چې
دهغوليكلوخبروننګيالى دډګراودازمون دمهال اودرازدچارودبهيردعمل ننګيالى هم دى .
فاروق ودرګ په پوهنې وزارت كې دډېرونوروبدلونونوسره سره په دې وروستيوكې زده
كوونكوته دلپ ټاپ كمپيوټرونووركول،ښوونكوته دهستوګنې دځمكې دوېش،دښوونکو اواداري
مسئولينودتعليمي اومسلکي سطحې دلوړولوپه برخه کېګړندۍ هڅې،دښوونكودروزنې دداخل خدمت
پروګرامونوپه تطبيق،ددارالمعلمين دجذب كچه له 32000 څخه 42000
تنوته،ددارالمعلمينوشميرله 38 څخه 42 ته اودتربيه معلم د حمايوي مرکزونو شمېر د 28
نويو مرکزونو په ايجاد سره له 45 څخه 73 ته لوړلوسره ملت ته ددې زېرى وركړچې كه
ريښتينې هلې ځلې وي نوپرمختګ كېدلى شي اوكه دغه رازكه هلې ځلې وي نوشاړې هم
ابادېدلى شي .
ياده دې وي چې دښوونکو دمعيشت دبهتره کولوپه برخه کې رتبواومعاشاتودنوي سيستم په
تطبيق سره د ښوونکو دمعاشاتو لوړول دپوهنې وزارت اوسنى هغه بهيردى چې له نږدې يوه
كال راهيسې پيل شوى او اوس اوس دعملي كيدوپراړاونه بشپړوي .
دپوهنې وزارت دمسولينوپه اندچې په تيريوه كال كې دغه وزارت تقريباًد 1195 بابه
ښوونځيو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو،ديني مدرسو،دارالمعلمينونو،دنسوانواوذكورود
ليلييو، گدامونه اود پوهنې د ولايتي رياستونوتعميرات په مرکزاوولاياتوکې بشپړكړي دي
چې يونيم يې دكاردبشپړېدوپه حال كې دى .
په دې هيله چې د زده کوونکو ، استادانو او ښوونځيو سره د مرستو او پرمختګ دغه لړۍ
همداسې غزېدلې پاتې شي .