کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پرله پسې ملکي وژني اوپه اړه یې دپلټني نمایشي ټیمونه

پرله پسې ملکي وژني اوپه اړه یې دپلټني نمایشي ټیمونه

له بده مرغه چي د۲۰۰۹ زکال په وروستۍ (ډسمبر)میاشت کي هم دتېرومیاشتواوکلونوپه څېردافغان ولس په وړاندي دصلیبي تاړاکګرودبمبارنو،وژنو،نیونو،چاپواوډول ډول وحشتونولړۍ روانه وه .هو! پدې میاشت کي هم دهیوادپه ګوټ ګوټ کي دمتمدنوترهګروپه ړندوبمباریواومخامخ ډزوکي ډیري ښځي کونډي ،مندي بوري اوماشومان یتیمان سول اودغه رازدبیچاره هیوادوالوزیات ابادکورونه اودکانونه وران مسجدونه اومکتبونه یې ویجاړاوله خاوروسره برابرسول .دثبوت لپاره به یې په لاندي کرښوکی څوهغه نمونې چي رسنیونشرته سپارلي دي وړاندي کړو.

دډسمبرپر۸مه نېټه رسنیوخبرورکړچي :صلیبي قواوودلغمان ولایت مرکزمهترلام ته څېرمه دهرمول اوقاسم بانډې په سیموکي دیولړعملیاتوپه ترڅ کي «دوولس »تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي او«څلور»تنه نوریې بیابندیان کړي دي چي، په غبرګون کي یې دعامووګړو لخواپه لغمان اونوروسیموکي دبهرنیوځواکونواودولت پرضدپراخ لاریونونه ترسره سو ل اوغوښتنه یې وکړه چي ژرترژره دي دادولس قاتلان محاکمه کړل سي اوپه اینده کي دي دداډول پیښومخه ونیول سي کنه نودملت قهرته دي انتظاروباسي .دغه رازدهمدې میاشتي پر۱۳مه بیادیادسوي ولایت په الینګارولسوالۍ کي دیرغلګروله لوري په ورته عملیاتوکي «پنځه »تنه ملکي وګړي شهیدان سول .رسنیودسیمه ییزوخلګوپه حواله خبرورکړچي وژل سوي کسان ټول ولسي خلګ دي .په وینایې چي دپیښي پرمهال طالبان په یاده سوې سیمه کي بیخي موجودهم نه وو.

دغه رازپر۱۸مه یې بیادارزګان – کندهارپرلویه لاردملکي خلګویومنی موټرپه نښه کړچي ،په موټرکي سپاره« درې »تنه ملکیان یې شهیدان اویوښځه او«درې »ماشومان یې ژوبل کړل .

پر۲۳مه یې دپکتیاولایت دزرمت ولسوالۍ دګلدادخیلوپه سیمه کي دیولرعملیاتوپه ترڅ کي «درې »تنه شهیدان کړي اویوشمېرنوریې بیاپه سپیوداړلي دي .پیښه چارواکي هم تائیدوي اودجزئیاتودورکړي څخه ډډه کوي .خوملکي خلګودپیښي دغندني ترڅنګ ګواښ وکړچي ،که دورته پیښومخه ونه نیول سي نواړدي چي سیمه پریږدي اوپه وسلوال مخالفت لاس پوري کړي .

دغه رنګه ددې میاشتي پر۲۷مه یې بیادکونړولایت دنرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کي «دیارلس »تنه ولسي وګړي چي «اته »کسه یې دښونځۍ تنکي زده کونکي ووپه ډیري بې رحمۍ سره شهیدان کړل .دکونړوالي فضل الله واحدي رویټرزاژانس سره په مرکه کي دملکي وګړووژنه تائیدکړه اوزیاته یې کړه چي :داعملیات ددوی دخبرتیاپرته ترسره سوي دي .دکرز ي ادارې داسدالله وفاپه مشرتوب سیمي ته دیادي سوي پیښي دپلټني په موخه یوټیم واستاوه چي معلومه کړي وژل سوي کسان رښتیاهم ټول ملکیان دي اوکنه .نوموړي ټیم دپلټني څخه وروسته په ډاګه کړه چي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي .

پر۲۸مه ڼېټه یې بیا دپکتیاولایت دزمت ولسوالۍ دمموزوپه کلي کي دحاجي برات خان پرکور دیوې چاپې په ترڅ کي دنوموړي «دوه »زامن شهیدان کړي اویوبل زوي یې ورژوبل کړی دی .

پر۳۰مه یې بیادهلمندولایت دګریشک ولسوالۍ دمحمدزوپه سیمه کي دشپې لخواپریوکوردحملې په ترڅ کي« اویا»کلن سپین ږیری ژوبل کړی اودهغه «دوه »زامن یې دځانونوسره خپلواډوته بیولي دي .

دغه رقم پر۳۱مه یې بیالښکرګاه ته نژدې دباباجي په سیمه کي دبمباریوپه په پایله کي «اوه»کسه ملکي وطنوال شهیدان کړي چي «دوه »یې ماشومان وواوګڼ نوریې بیا ژوبل کړي دي .دوالي ویاندداوداحمدي پیښه منلې اودپلټني امریې ورکړی دی .

په تېرکي هم دکابل ادارې لخوادملکي وګړودمرګ ژوبلي دپلټني په اړه بې شمېره ټیمونه ټاکل سو ي اوسیمي ته لیږل سوي دي .دراستنیدوسره یاخوټول غیب سوي دي اوبیایې هیوادوالونوم هم نه دی اوریدلی اویاخویې که دپلټني رپوټ وړاندي کړي هم وي نودپیښي داصلي عاملینو(اشغالګرو)لخواپه شدت سره ردسوی دی .ښایې نورنودکابل دواک ددعوه لرونکوغولونکي هڅي هیڅ نتیجه هم ورنه کړي ،ځکه ولس ته په زبات ورسیدله چي دانمایشي واکمنان اوکاغذي اتلان آن دخپلوځانونوواک هم نه لري دنوروپه نغوته چورلیږي اوګړیږي چي ؛څرګندي بېلګې یې دیرغلګرولخواهمدا دښځواوکوچنیانودپرله پسې ډله ییزو وژنواونورونه بخښونکوجنایاتوتکرار اوپه اړه یې ددوی له لوري دمخنیوي مکرري ژمني یادولای سوچي یوه یې هم آن تراوسه لاپوره نه کړه .