کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان خلکو سره لويه جفا

د افغانستان خلکو سره لويه جفا

د پاکستان حاکمان په دې هاند دي چې د افغانستان اقتصادي ، سياسي ، فرهنګي او ټولنيز ارزښتونه د تروريستانو په مرسته ويجاړ کړي.
درنو هېوادوالو!
زمونږ ګران هېواد په نړۍ کې وياړلی او د فخر وړ تاريخ خاوند دی او دغه قهرمان او وياړلی ملت په لرغونی کې هم په کلتوري ، فرهنګي ، سياسي او پوځي اړخونو کې د نړۍ په کچه ځانګړی لاسته راوړنې درلودې چې ښي او بنسټيزی پايلې يې خپلې کړی .
افغانستان د جيوپولتيک شتون له پلوه په اسيا يي هېوادونو کې ځانګړۍ نوم ګټلی چې د منار جام ، د ابريښم ليار، د جمشيد تخت شتون په دې هېواد کې د وياړنی وړ دي د همدغو ځانګړتياو له پلوه افغانستان څو ځلي د ځواکمنو هېوادونو له خوا د يرغل ډګر وو چې د ډيرو زيانونو او تاوتريخوالی سبب شو او پايله يې داوه چې افغانستان د نورو هېوادونو څخه پاتی راغی خو له دغو ستونزو سره سره افغانستان وکولای شو چې ډير وياړ سره د يرغلګرو په وړاندې د ملي وحدت او يووالي تر سيوري لاندې پاڅون او د هغوی يرغلونه مهار کړي که چيرې د افغانستان تير يا لرغونی تاريخ ته پام وکړو د دغو ټولو ناخوالو او کورني شخړو جرړه د پاکستان استخباراتي کړۍ ده چې په هر اړخيزه توګه يې زمونږ دهېواد په وړاندې بيلابيلې درغلی او دسيسي تر سره کړي چې اوس يي هم په همدي هڅه کې دي او غواړي دخپلو ناوړو موخو د ترسره کولو په خاطر ترهګر دديني مدارسو تر پوښښ لاندې وروزي چي په اوس وخت کې په قبايلي سيمو شتون لري ، په ښکاره توګه بايد ووايو چې د پاکستان استخباراتي کړۍ غواړي چې په خپل څنګ کې يو ضعيف او ناتوان افغانستان ولري نه ځواکمن افغانستان نو په همدې موخه يې بيلابيلې دښمنانه هڅې پيل کړي چې دهغو له ډلې څخه په افغانستنان کې د کورني تاوتريخوالي سازماندهي چې د هېواد د ويجاړتيا سبب ګرځيدلی او همدارنګه هغوی د کرښې هغې خوا د نا امنيو د پيښو د منځته راوړلو سره فاشيستي کړنه تر سره کړې چې زمونږ د ملت يووالي ته زيان رسولي او زمونږ د هېواد په فرهنګي ، کلتوري ، اجتماعي ، سياسي او پوځي زيرمو يرغل کړی او ټولي مادي او معنوي شتمني يې له منځه وړي .
له دغو ټولو جنايتونو سره سره يي د خپلو مزدورو (طالبانو) په لاس يې تر سره کوي بس نه دی ويلی بلکه زمونږ د هېواد په سياسي او متنفذو شخصيتونو په وژلو کې د ټولګټو پروژو ، له پلونو ، سرکونو په لمنځه وړلو لاس پورې کړی چې په دغه کړنو يې زمونږ په هېواد کې ويره او وحشت رامنځته کړی د پاکستان استخباراتي کړۍ زمونږ د هېواد پياوړی اردو د خپلو مزدورانو په لاس له منځه يووړه او همدارنګه دغې کړۍ زمونږ د هېواد د پانګو د له منځه وړلو په موخه داسې اوازې (شايعات) خپاره کړی وو چې ګويا پاکستان زمونږ د هېواد د مثمرو ونو ريښې او اوسپنې په وچته بيه اخلي همدا وو چې زمونږ نادار ولس د خپلو اقتصادي ستونزو د پوره کولو په خاطر د ونو ريښې د ټانکونو اوسپنې او ټولګټي پروژو ويجاړ او د پاکستان هېواد ته يې د پلورلو په موخه انتقال کړی ، د پاکستان حکماوو د طالب په نوم يوه ظالمانه ډله د پوځي اسبابو په زور چې هيڅ ملت پاله ، اجتماعي ، کلتوري او فرهنګي قاعده نه درلوده حاکمه کړه دغې ډلې د اسلام او دين د نامه تر سيوري لاندې برعکس زمونږ د مظلوم ملت پر وړاندې له هيڅ راز ظلمونو او ناخوالو څخه ډډه ونکړه او زمونږ هېواد يې د ترهګرو ځاله جوړه کړه.
ګرانو هېوادوالو :
اوس چې زمونږ هېواد د قهرمان ملت او نړيوالې ټولنې په مرسته د ترهګرو او تروريستانو څخه خلاصون موندلی په کارده چې د سولې د ټينګښت او روښانه راتلونکي په موخه هڅه و هاند وکړو .
افغانان د يووالي په صورت کې کولای شي د پرديو د شومو موخو څخه پرده پورته کړي او د يوه پياوړي او مستقل هېواد درلودونکی پاتی شو.
په درناوي