د ځانمرګو لړۍ روسيې ته ورسېده

34 | جنوري 6th, 2010


د روسيې د داغستان ولايت په قفقاز کي ځانمرګى بريد سوئ چي څو تنو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د روسيې حکومت وايي يوه بريدکوونکي په موټر کي چاودونکي مواد اخيستي وو کله چي د پوليسو له خوا پر يوه سړک درول سوئ ځان يې وچاودئ پنځه پوليس يې مړه او لس نور يې ټپيان کړل.
د روسيې حکومت د دې پېښي مسئوليت د قفقاز پر اسلامي ډلو اچلوئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024