غزل

36 | جنوري 6th, 2010


وړوكې وه رالويه شوه رڼاد رنګ اونورده
كرلې مې په زړه يوه ښكلاد رنګ اونورده

دحسن په جلوه يې دجنون تركلي راغلم
ادا، ادا، ادا يې بس ادا د رنګ اونورده

راغاړه راغړۍ شوه نن مې بيا په كاڼوولي
دزړونوپه مالت كې بس غوغا د رنګ اونورده

نيمګړې ده جنونه خوپوره يې له تاغواړم
مودې شوې راسره يوه سودا د رنګ اونورده

دمينې لارويو نن پيالې دجنون اخلئ
يوكړنګ ترېنه اوچت كړئ چې بقا د رنګ اونورده

Copyright Larawbar 2007-2024