کور / هراړخیز / د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته د شاعرانو د ملكې تاج ور پرسر شو

د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته د شاعرانو د ملكې تاج ور پرسر شو

كيرل اين ډفي نه يوازې د برتانيې د شاعرانو لومړۍ ملكه ده بلكې لومړۍ اسكاټلنډۍ ده چې د وياړ دا چوكۍ وركول كيږي.
برتانيې په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته دا نوم وركړى دى. په دې هېواد كې د ملك الشعرا د وياړ وركولو لړۍ درې سوه كيږي چې را پيل شوې ده.
په برتانيه كې د پاچا يا د ملكې لومړۍ وزيرې په مشوره يوه منل شوي او مشهور شاعر يا شاعرې ته دا دنده د يوې لسيزې لپاره وركول كيږي.
تر كيرل ډفي وړاندې اينډريو موشن ملك الشعرا و، نوموړې د دې وياړ تر لاسه كولو وروسته وويل چې دا د دې لپاره ډېره د فخر خبره ده.
كيرل ډفي چې د خپلو نظمونو د ټولګې (ورلډ وايف) له امله ډېره پېژندل شوې او منل شوې ده لومړۍ اسكاټلنډۍ ده چې دا نوم تر لاسه كوي.
نوموړې وويل چې دا د دې جايزې د ترلاسه كولو وروسته مې په دې اړه ډېر فكر وكړ او اخرې دې پايلې ته ورسېدم چې دا وياړ د هغو ښځينه شاعرانو د وړتيا وو زبات دى چې نن سبا په ادب كې كار او هلې ځلې كوي.
هغې دا هم وويل چې د خپلې دې (لس كلنې) دندې پر مهال به نوره هم هڅه وكړي تر څو په خلكو دا ومني چې شعر او شاعري هر څه كولاى شي.
دې زياته كړه چې د شاعرۍ د ملكې دا جايزه به د شاعرانو ټولنې ته وركړې تر څو هغوى د كال د ښې شاعرۍ ټولګې ته انعام په وركړي.
د برتانيې لومړي وزير د كيرل په اړه وويل چې هغه يوه ډېره ښه او لويه شاعره ده، او په خپله شاعرې كې يې د نني دور انساني تجربې را اخيستې دي.
لس كاله وړاندې هم د شاعرۍ د ملكې د غوره كولو پر مهال د كيرل د نامه په اړه غور شوى و، خو د هغې د جنسي عادتونو له امله و نه ټاكل شوه. نوموړې په ډاګه وايي چې هغه يوه همجنس بازه ده.
كيرل هغه مهال يانې په ۱۹۹۹ كې لا ويلې وه چې كه چيرې د شاعرۍ د ملكې تاج ور پر سر شي بيا به هم د باچا او ملكې په ستاينه كې شعرونه و نه وايي.

تبصره نسته

  1. ښاغلی حكمت سروش ستا د ژباړی څخه مننه، اما موږ لعنت پر همجنس بازانو وایو
    تر همجنس بازانو یو صارای ځنګلی حیوان ښه دی