کور / تازه خبرونه / القاعده: د خوست په حمله مو د وزيرستان د بمباريو انتقام واخيست

القاعده: د خوست په حمله مو د وزيرستان د بمباريو انتقام واخيست

د القاعدې شبکې په خپله يوه انټرنيټ پاڼه کي ويلي د خوست حمله د دوى له خوا ترسره سوې او دا له سي، آى، اې څخه د وزيرستان د بمباريو د غچ اخيستلو په موخه ترسره سوه.
د القاعده شبکې د يوه مشر مصطفى ابواليزيد په نوم دغه خپور سوئ بيان وايي حمله کوونکي همام خليل تر بريد دمخه وصيت کړئ و چي دى به د سي، آى، اې څخه د وزيرستان د بمباريو انتقام اخلي.
د خوست حمله چي د ٢٠٠٩ کال په پاى کي د امريکا پر يوه پوځي مرکز ترسره سوه د سي، آى، اې مخبرانو ته يې سخته ضربه ورکړه، چي د يوه اردني په ګډون يې اته تنه لوړ پوړي مامورين پکښي ووژل سول.