کور / تازه خبرونه / المان د لندن په کنفرانس کي نوې افغان ستراتيژي اعلانوي

المان د لندن په کنفرانس کي نوې افغان ستراتيژي اعلانوي

د جرمني د دفاع وزير کارل ټيوډرزوګوټنبرګ وايي د افغانستان دپاره په لندن کي جوړېدونکي کنفرانس کي د ګډون پر مهال به د خپل هيواد نوې ستراتيژي د افغانستان په هکله اعلان کړي.
د لندن کنفرانس چي ټاکل سوې ده، د رواني مياشتي په پاى کي ترسره سي د المان هيواد يې په هکله ځانته بېل دريځ لري.
د دفاع وزير وايي د افغانستان په هکله نوې ستراتيژي يې د خپل هيواد له خوا جلا جوړه سوې چي د امريکا او ناټو سره سلا مشوره نه ده پکښي سوې.
د المان د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت وويل دوى به د لندن په کنفرانس کي په دې شرط ګډون وکړي چي له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو وخت پکښي په ډاګه سي او همدا راز پر پوځي عملياتو سربېره د ملکي بيا رغوني پر چارو هم بحث وسي.
المان تر امريکا او برتانيې وروسته دريم هيواد دئ چي په افغانستان کي ډېر پوځيان لري، خو د تېر کال د سپټمبر تر بمباريو وروسته چي په کندز کي ١٣٠ ملکي کسان پکښي مړه سول، په افغانستان کي د المان د خلګو له خوا د خپلو پوځيانو له حضور سره مخالفت ډېر سوئ دئ.