کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د خوست پر والي چاودنه وسوه

تازه خبر: د خوست پر والي چاودنه وسوه

نن پر ځايي وخت لس بجې د خوست ولايت په مقام کي چاودنه سوې چي د والي طاهرخان صبري په ګډون يې يو شمېر لوړ پوړو چارواکي ژوبل کړي دي.
له خوست ولايت څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي والي او يو شمېر رئيسان پر يوه نامعلوم لوري، غالباً د امريکايي ځواکونو روغتون ته وړل سوي وي.
چاودنه هغه مهال رامنځته سوې چي د والي په مشري د اداري پلاوي اونيزه غونډه روانه وه.
دا چاودنه لا تر اوسه معلومه نه ده چي ځانمرګى او که ځاى پر ځاى سوئ ماين وو، پوليسو يې په هکله تحقيقات پيل کړي دي. تر اوسه يې چا مسئوليت نه دئ اخيستئ.