پوليسو د القاعدې درې غړي په زخمي حالت کي ونيول

34 | جنوري 7th, 2010


د يمن حکومت د القاعده شبکې د درو غړو د نيولو خبر ورکړ.
د يمن د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کسان يې په ټپي حالت کي هغه مهال نيولي چي په يوه ځايي روغتون کي تر علاج لاندي وو.
د کورنيو چارو وزارت په وينا په دې کسانو کي د پلازمېني صنعاء د شمالي ولسوالۍ عمران د ارحب ډلي مشر محمداحمدالحق هم شامل دئ.
د يمن حکومت وايي دغه کسان د القاعدې پر ضد د يمن د حکومت په وروستيو عملياتو کي ټپيان سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024