کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې ته د کانديدانو نوم ليکنه پيلېږي

ولسي جرګې ته د کانديدانو نوم ليکنه پيلېږي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسون وايي په روانه مياشت کي به د ولسي جرګې کانديدانو ته د نوم ليکني پروسه شروع کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي نن په کابل کي خبريالانو ته وويل د نوم ليکني پروسه به د جنوري پر ٢٣ مخه شروع او د فبروري تر شپږمي به دوام وکړي.
ټاکل سوې ده چي د افغانستان د ولسي جرګې ټاکني د راتلونکي لمريز کال د جوزا پر لومړۍ نېټه چي د مې له ٢٢ مي سره سمون خوري ترسره سي.