کور / تازه خبرونه / پكتيا:ځانمرګي بريد شپږ ديرش كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پكتيا:ځانمرګي بريد شپږ ديرش كسانو ته مرګ ژوبله واړوله


پكتيا ولايت په مركز ګرديز كې د يو ځانمرګې بريد له امله اته كسه ووژل شول او اته ويشت نور يې ټپيان شول. دا بريد چې د ګرديز ښار په زړه كې د غزني په لين د كابل بانك مخته د پنجشنبې په ماذيګر په څلور بجې اولسو دقيقو وشو د پكتيا دامنيې قومندان مل پاسوال عزيزاحمدوردګ يې په اړه رسنيو ته وويل چې په پيښه كې دقومندان نصيراحمدپړي په ګډون د دۀ څلور ساتونكي يو سرحدي پوليس دوه ماشومان او يو عام وګړى وژل شوى نوموړي زياته كړه چې په دې پيښه كې ديو سرحدي پوليس په ګډون اته ويشت تنه عام وګړي ټپيان شوي دي د پكتيا د عامې روغتيا ريس ډاكتر محمدنادرنوري هم دمرګ ژوبلي يادي شميرې تائيدوي او وايې چې په ټپيانو كې د اتو تنو حالت د انديښېنې وړ دى نوري زياتوي چې ټول ټپيان يې د ګرديز ملكي روغتون او د دوه سوه دريم تندر قول اردو روغتون ته رسولي دي په سيمه كې طالب وياندذبيح الله مجاهد وايې چې بريد د ذالفقار په په نوم د دوئ يو كس ترسره كړى نوموړى وايې چې په بريد كې يې نصيراحمد پرې په نښه كړى ؤ د پيښې عينې شاهدان وايې چې دا يوه زوروره چاودنه وه او د ډيرى دوكانونو شيشې يې ماتې كړې د حفيظ الله په نوم يو دوكاندار چې دپيښې له ځايه په سل متره كې د خوراكي توكو دوكان لري د خپلو سترګو ليدلى حال يې رڼا ته په دې ډول بيان كړ ((زه په دوكان كې له اخيستونكو سره د سودا په خرڅ بوخت وم چې يو لوي ګړز شو په ښار كې خلك په منډو شول له دوكانه چې راووتم دكابل بانك مخه په دوړو پټه وه په سړك باندې يو تراكتور او دوه موټرې ويجاړي په سړك پرتې وي خلكو د روغتون په لوري ټپيان ځغلول او شېبه ورسته پوليسو ټوله سيمه كلابند كړه )) پړي چې د لوګر ولايت د څرخ په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو د يو امنيتي كمپاين د افغان ساتوونكو قومندان ؤ اوله دې وړاندې هم په يو بريد كې برسېرن ټپي شوى ؤ