کور / تازه خبرونه / کندهار:پوليس عام وګړى ووژلو

کندهار:پوليس عام وګړى ووژلو

دکندهار لوي دولاري ته څېرمه پر نوي بايي پاس دکندهار پوليسو يو پر موټر سايکل سپور ځوان وژلى دى . دکندهار په امنيه قوماندانۍ کې يوه پوليس افسر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي لراوبر ته وويل چې دغه ځوان پر موټر سايکل سپور وو او پوليسو ورته ددرولو وويل خو هغه ونه دريد او پوليس ډزي ورباندي وکړې ځوان وژل شوى او پوليس بندي دى . دپېښي پلټنه روانه ده .