پنټاګان: د يمن د حکومت اجازه غواړو

34 | جنوري 8th, 2010


د امريکا د دفاع وزارت وايي يمن يو خپلواک هيواد دئ او دوى په دغه هيواد کي د عملياتو دپاره د يمني حکومت اجازې ته منتظر دي.
د پنټاګان وياند براين واټ په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل امريکا به هرڅه د يمن د حکومت له غوښتنو سره سم ترسره کړي. او پنټاګان تيار دئ چي په دغه هيواد کي د يمن د حکومت په اجازه القاعدده وځپي.
د پنټاګان وياند په دې څرګندونو سره د پرونيو خبرونو پخلى وکړ چي ګني يمن په دغه هيواد کي امريکايانو ته د پوځي اډې او عملياتو اجازه ورکړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024