کور / تازه خبرونه / مولن: پر اېران يرغل نړۍ بې ثباته کوي

مولن: پر اېران يرغل نړۍ بې ثباته کوي

د امريکا د وسله وال پوځ لوى قومندان مايک مولن وايي پر اېران حمله به د نړۍ امنيت نور هم بې ثباته کړي.
مايک مولن پرون په واشنګټن کي تينک تانک ته وويل دى پوهېږي چي اېران اوس هم د اټومي وسلو د جوړلو خيال لري، چي دا کار يې د نړۍ امنيت ته ستر ګواښ دئ، خو ورسره سم يې زياته کړه، پر اېران حمله تر ذروي وسلو هم د نړۍ امنيت ته خطر لري. د مايک مولن په وينا امريکا او لوېديځ ته تر ټولو ښه لاره د سفارتي اړيکو له لاري د دې ستونزي له منځه وړل دي.