کور / تازه خبرونه / امريکا د قديرخان د وژني پلان درلود

امريکا د قديرخان د وژني پلان درلود

د امريکا مرکزي استخبارتو سي، آى، اې او شخصي امنيتي کمپنۍ بلاک واټر پلان درلود چي پاکستانى ساينسپوه ډاکټر قديرخان ووژني.
دغه خبر د وينيټي فيير په نوم يوې امريکايي جريدې ورکړئ دئ.
د راپور له مخي پلان داسي جوړ سوئ وو چي ډاکټر قديرخان د اماراتو په دبۍ ښار کي ترور سي او د هغه يو عرب ملګرى مامون درکزنلي په جرمني کي ووژل سي.
خبر وايي وروسته د امريکا حکومت د ځينو سياسي وجوهاتو له کبله د قديرخان او عرب سوداګر مامون له وژني سره مخالفت وښود او هغوى ژوندي پاته سول.
ډاکټر قديرخان چي د پاکستان د اټوم پلار بلل کېږي د امريکا په فشار د پاکستاني حکومت له خوا تر نظارت لاندي دئ، امريکا پر نوموړي باندي تور لګولئ چي پر شمالي کوريا، اېران او ځينو نورو هيوادونو يې اټومي پروګرام خرڅ کړئ دئ.