کور / تازه خبرونه / کندوز:وسلوالوطالبانودوه تنه دجاسوسې په تورووژل .

کندوز:وسلوالوطالبانودوه تنه دجاسوسې په تورووژل .

وسلوالوطالبانو دکندوزدباغ شرکت په سېمه کې يوتن دجاسوسې په توروواژه .
دکندوزښارشمال لويديځ لورې ته دباغ شرکت دپل پخته په سېمه کې نن دجمعې په ورځ شاوخوادوه بجې وسلوالوطالبانو يوکس دجاسوسې په تورپه ډزوسره وواژه .
دباغ شرکت يوتن ځايي اوسيدونکې چې دنوم دذکرنه ئي ډډه وکړه په دي اړه داسې وويل(( نن دجمعې دلمانځه نه وروسته يوتن (٢٠) کلن عتيق الله د حيدرمحمد ځوې چې دتخارولايت دبهارک ولسوالې اوسيدونکې وو ديوتن سمېېزطالب قوماندان بازمحمد د جاسوسې په تور ووژل شو طالب قوماندان بازمحمددرې ورځې وړاندي دچهاردرې په ولسوالې کې دافغان دولت له لورې ديولړعملياتوپه ترڅ کې وژلې شوي وو ) همداراز
هغه زياته کړه چې دعتيق نامې په مړه جسدباندې په پښتوژبه ليکل شوي وو چې نوموړې په خپل جرم اعتراف کړي دي نودهغوي پروينا نوځکه ئي وژلې دي اودغه رازهغوې ګواښ کړي که چيرې له دي وروسته هرڅوک دجاسوسې پر جرم ونيول شئ نو سزابه ئي مرګ وي. ديادونې وړده چې ددغه ولايت دچهاردرې ولسوالې څخه په ورکړل شوي راپورکې هم ويل شويدي چې نن هلته هم يوتن دجاسوسې په توروژل شوي دي ددغه ولايت دامنيه قوماندانې يوتن آمرسمنوال عبدالرحمن آقتاج هم دپېښې پخلې وکړخونورجزئيات ئي ورنکړل .
ديادولو وړده چې په دغه ولايت کې دجاسوسې په توردوزنې دا لومړې پېښه ده چې رامنځ ته کيږي . همايون بابر