د امريکا پر کونسلګري راکټي بريد وسو

د لراوبر اداره | جنوري 8th, 2010


نن ماخستن په هرات کي د امريکا پر کونسلګري راکټي بريد وسو او ورسره سم د سپکو وسلو ډزي پيل سوې .

په دې ولايت کي د امريکا کونسلګري په دې وروستيو کي د هرات پنځه ستوريز هوټل ته نقل سوې وه او په دې ځای کي يې خپلي ديپلوماتيکي او سياسي دندي پر مخ بېولې .

له هراته د لراوبر خبريال وايي چي لومړی پر پنځه ستوريز هوټل دوه راکټي بريدونه وسوه او ورپسې د سپکو وسلې پرله پسې ډزي پيل سوې ، د هرات امنيتي چارواکو پر پنځه ستوريز هوټل بريد منلئ دئ خو نور جزيات نه ورکوي .

د امريکا پر کونسلګري په داسي حال کي د بريد ږغونه اوريدل کيږي چي تېره اوونۍ په خوست کي يوه ځانمرګي د سي ای اې اووه مامورين او د بليک واټر يو کس ځای پر ځای ووژل .

دا چي په کونسلګري کي بمي چاودني رامنځته سوې ، ځانمرګي بريدونه وو که راکټي بريدونه ، وروسته به څرګنده سي ، تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه هم جزيات نه دي په ډاګه سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024