" /> " /> " /> " /> د « سی آی اې » والو د وژونکي ویډیو نن خپره سوه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د « سی آی اې » والو د وژونکي ویډیو نن خپره سوه video

د « سی آی اې » والو د وژونکي ویډیو نن خپره سوه video

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کي هغه ویډیو خپره کړه چی اردني افسر ( خلیل ابو ملال البلاوی ) تر خپلي هغه استشهادي حملې مخکي تهیه کړې وه چي د هغه په ترڅ کي یې په خوست کښي اووه د سي آی اې افسران وژلي وو .

ده ویلي چي ټول جهادیان باید د امریکایي اهدافو پر ضد ( د امریکا په دننه او بهر کښي ) حملې وکړي تر څو د بیت الله مسود انتقام واخلي .

دی په دې ویډیو کي د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود تر څنګ ناست دئ او په عربي ژبه ږغیږي .

البلاوي وایي چي یو مهاجر باید د الله په خاطر خپل دین سودا نکړي حتی که لمر په راسته لاس کي او سپوږمۍ هم په چپه لاس کي ورکول سي .

دی زیاتوي چي : موږ به د خپل امیر بیت الله مسود ویني هیڅکله هیري نکړو او دا د هر مهاجر مسؤلیت دئ .

البلاوي چي د اردن د استخباراتو ، سي آی اې او القاعده شبکې ارتباطی و ، دا دنده لرل چي ایمان الظواهری او د القاعده نور مشران به معلوموي، خو په عمل کي یې ثابته کړه چي د القاعده ټینګ خواخوږی وو او د هغوی د آرمان لپاره یې ځان هم قربان کړ .

دا ویډیو الجزیره لومړی خپره کړه :