کور / کیسه / مسافر

مسافر

الوتكي ته پورته شوم پرواز نږدې و ،زړه كي خوښ وم په اخيرې ځل مي دى دوبۍ هوايي ډگر ته سترگې ورواړولي‎ ‎‏ د هوايي ډگر دروازه كې مې ملگرې ولاړ ؤ د لاس په ښورولو سره مي ملگرو سره وروستې خداي پاماني وكړه ، په خپل سيټ كې كيناستم څو شيبي وروسته اعلان وشو چې ځانونه منظم كړي ځان مي لږ څه منظم كړ الوتكه د افغانستان په نيت هوا ته پورته شوه ، نن په خوشالې سره خپل كور او كلي ته روان وم هغه ورځي رايادي شوي چې څو كاله مخكي پر خپلې د ترور لور مين شوي وم ، كه په ورځ كي به مي ونه ليده نو يو ساعت به راته يو كال شو خو اوس پوره اته كاله په جدايې كي تير شول خو څه مي كړي واي مجبورې او بې وسې وه
زمونږ د ميني او پټ پټ ديدنونو ډيره موده وشوه يوه ورځ مي د ترور لور سره د واده خبره وكړه هغه غلې شوه ،په څيره يې د شرم نښي ښكاريدې او همداسي د كور پر طرف‎‏ چوپه خوله روانه شوه په زړه كي خوښ شوم چې شكر دا هم رضا ده،
كور ته لاړم د مور خواته غلي ورغلم رنگ مې تك سور شو ي ؤ ورته وويل:
موري….
-جار زويه څه وايي؟
-هسي موري ما وي….
لږ غلي شوم زړه مي دربيده ساه مي لنډه لنډه كيده خوله كي مي لاړى وچي شوي وي
مور مي راغږ كړ:
څه خبره وه ليونيه؟
سترگي مي پټي كړي سپيري شونډي مي په كراره وخوزيدي:
موري هسي دا
د ترور لور مي ډيره خوښه ده.
مور مي لږه علي شوه بيا يي وويل زه به دي پلار ته ووايم څه عم به يي وخوري،
سمه ده موري ، همداسي چوپه خوله له كوره راووتم
څو ورځي تيري شوي د ترور كره مي څو ځله مور او پلار په مركه ورغلل خو نا اميده به راستانه شول، په وروستي ځل چي ورغلل نو د ډيرو پيسو او ډيرو نورو څيزونو خبره يى ورته كړي وه، زه هم د پلار نازولي زوي وم نو هر څه مي پلار ورسره منلي و ، مازديگر نيږدي ؤ مور او پلار مي كورته راغلل، زما د كوژدي دسمال يي راوړ كور كي عجيبه خوشالي وه مور مي تر ټولو زياته خوشاله وه پلارمي خواشيني مالوميده ، زما په كوژده خوشاله مگر پيسو ته يى خفه و ،زه هم تر ټولو زيات خوښ وم ،نن مي لوي ارمان پوره شوي ؤ
سبا ته مي پلار ته د خپلي مسافري يادونه وكړه پلارجانه كه ستا خوښه وي زه به د ولور پيسو پسي خارج ته لاړ شم،دلته خو دومره ډيري پيسي نه پوره كيږي پلار هم راسره خبره ومنله
د كوژدي په دريمه ورځ دكوره راووتم د مزدوري په نيت تر دوبۍ راورسيدم اته كاله مي مزدوري وكړه،د دوبۍ په سخته گرمۍ كي مي ټوله ورځ كار كولو،اته كاله
سختۍ مي تيري كړي لوږي او تندي مي وزغملي د اوړي پر سخته گرمۍ كي مي مزدوري وكړه شپه او ورځ مي په ځان يوه كړه كوم سخت او مشكل كار چي به رامخي ته شو نو ډډه مي تري نه كوله،كلك هوډ مي كړي و چي د ولور پيسي پوره كړم بيا به ځم او خپل واده به كوم زما ملگري به كال يونيم كال كي وطن ته تلل ،خو ما لا د تلو نيت نه درلود يوازي مي د پيسو فكر كولو ،چي لا پوره شوي نه وي دا دي اته كاله مي پوره شول څو ورځي وړاندي مي كافي پيسي گټلي وي هغه بله ورځ پيسي ټولي پوره شوي، پرون مي ټوله ورځ په بازار كي مور پلاراو د كورني غړو ته تخفي واخيستي خپلي كوژدني ته مي هم څه شيان واخيستل، شيبي مي شمارلي چي كله به كور ته رسيږم مور به مي رامنډه كړي اوبه به راباندي وشيندي د پلار خوله به مي له خندا ډكه وي ترور لور به مي هم لاري څاري كور كي به خوشالي وي……..
جټكه مي وخوړه د فكرونو لړي مي وشليده الوتكه كي اعلان وشو چي څو شيبي وروسته به الوتكه د كابل نړيوال هوايي ډگر كي ښكته كيږي خپلي مخصوصي پټۍ وتړي او ځانونه مو منظم كړي، د كابل هوايي ډگر څخه د ورځي په لسو بجو راووتم د خوست اډي پر طرف وخوزيدم موټر كي مي سامان ځاي پر ځاي كړ كوچني بكس چي پيسي او نوري قيمتي تخفي پكي وي دا مي دځان سره په سيټ كي كيښود پوره لس نيمي بجي وي چي د خوست په لوري روان شوم وطن بيخي بدل شوي ؤ سركونه پاخه شوي ؤ خو گردونه لا همداسي موجود ؤ په لاره كي نوي نوي وداني جوړي شوي وي ، وطن اباد مالوميده د خلكو پر سپيرو څيرو لا خوشالي نه مالوميده داسي مالوميده چي هر كور ته نوي غم راغلي ،څو ځايه په لار كي بهرنيانو ودرولو، خو زر به يي بيا پريښودو د مازديگر لمر په ډوبيدو ؤ خوست ته راورسيدم،ټول وجود مي درد كولو خو ډير راباندي ناوخته شوي ؤ زمونږ كور په يوه سرخدي ولسوالي كي ؤ زمونږ ولسوالي د ښار نه ډيره لري وه د خپلي ولسوالي اډي پر طرف وخوزيدم په اډه كي موټر نه ؤ خو لږه شيبه پس موټر راپيدا شو او د كور پر طرف روان شوم ښه شيبه مزل مو وكړ،ډريور خواشيني ؤ ويل يى چي لار كي غله كله كله موټر او سامانونه غلا كوي، دولت هم ورته څه نه وايي نن يي ونيسي بيا سبا ته ازاد گرځي ، لږ خواشيني شوم ما وي هسي نه ټوله خواري د اوبه يوسي واده به د هم پاتي شي اخ خلك وايي چي دولت شته خو باور مي نه درلود دوبۍ كي مي يو ځل پيسي په خواله ليږلي خو بيا مي سوچ وكړ چي ځه له ځان سره يي يوسه بيا به ښار ته پسي نه راځم هسي هم دولت شته امنيت هم شته ، د صخراباغ څخه تير شوم صخراباغ څو كاله د مخه ښكلي باغ ؤ خلك به سيل ته ورته راتلل ميلي به يي پكي كولي د نوي كال په ورځو كي به مونږ هم پكي زياتي ميلي كولي باغ ټول په ونو پوښلي ؤ خو اوس پكي بهرنيانو په خوست كي د ځانونو لپاره لويه پوځي اډه جوړه وه چارچاپيره تري لوي لوي برجونو تاوو شوي ؤ بيخي راته نااشنا ښكاره شو،تر نيمايي زياتي وني يي پري شوي وي،او پر ځاي يي خړي خړي د لرگيو سپيري كوټي ښكاريدي ماښام خپلي تياري غوړولي وي زمونږ ولسوالي ته لا ښه شيبه لار پاتي وه همداسي ډريور په تيزي روان ؤ په لار كي پرتو لويو لويو غرونو كي مي سترگي گنډلي وي او له سړي هوا مي خوند اخيست ناڅاپه
سپين سراچه موټر راڅخه په تيزي تير شو څلور كسه پكي سپاره و،شيشي يي توري وي څو متره وړاندي يي موټر په سرك كي راتاو كړ زمونږ لار يي بنده كړه سپاره كسان راكوز شول زمونږ د موټر چارچاپيره ودريدل مخونه يي پر برگو څادرنو پټ كړي و ،سري سترگي يي لږي لږي ښكاريدي، لوي لوي ويښته يي پر اوږو پراته و ، خړ پكولونه يي پر سر و ، كلاشينكوپونو كي يي مرمۍ تيري كړي، ډريور او سپرليو ته يي د كوزيدو امر وكړ مونږ ټول راكوز شوو ، د سرك يوي غاړي ته ودريدو وسلوالو زما كوچني بكس او نور سامان ورسره واخيستل،زړه مي ودرديده زاري مي ورته وكړي خو هغوي د ځناورو زړونه درلودل بيخي يي څه نه اوريدل يوه تن وسلوال مي خواته راغي د ملا په منځ كي يي پر كنداغ ووهلم ملا مي سخت درد وكړ نور زه هم يوي خواته چوپ ودريدم ، وسلوال د سپرليو د جيبونو پر تالاشي اخته شول زما جيبونو كي يي هم گوتي ووهلي هر چا نه يي هر څه واخيستل موټر څخه يي پاتي سامان هم خپل موټر ته ښكته كړ ، خو زما خپلو پيسو پسي زيات زړه خپه و،يو ځوان رامخته شو خوله يي په برگ څادر تړلي وه ډريور ته يي وويل: ځه له خيره اوستاذه شاته بيا راونه گوري…٠

پـــای

٢٠١٠‏_‏١_٦