کور / تازه خبرونه / کندوز : د پښتو ادبياتو له څانګې څخه ٣٦ تنه فارغ شول

کندوز : د پښتو ادبياتو له څانګې څخه ٣٦ تنه فارغ شول

دکندوز هوټل دغونډو په تالار کې نن شنبه نهه بجې د عالې دارالمعلمين دپښتو ادبياتو فارغانو د خپل فراغت په وياړ يوه غونډه جوړه کړي وه.

په دغه غونډه کې دکندوزولايت والې انجينرمحمدعمر اودغه رازنورولوړپوړودولتې چارواکو اودپښتوژبې مينه والو، فرهنګيانو اوداسې نوروګډون کړي وو.

دغونډې برخوالوته دکندوز والې په خپلو څرګندونوکې وويل : (( چې دي به هڅه وکړې چې په نږدي راتلونکې کې دپښتوادبياتوڅانګې دتخاراوبدخشان په ولايتونو کې هم پرانيزي دغه رنګه هغه زياته کړه چې نوموړې به هڅه وکړي چې ددغه څانګې شته ستونزې لکه دتکړه اومسلکې ښوونکيو اودرسې موادو نه شتون دخپلوکارونو په سرکې به ځاې ورکړي اودغه ستونزې به هوارې کړي ))

سربيره پردې ددغه ولايت دښوونې اوروزې رئيس حميدالله حقياربيا وويل:(( چې په نږدي راتلونکې به دوي (١٣ ټولګې هم جوړکړې اوهغه دپښتوادبياتوله څانګې څخه د٣٦ تنو فراغت دپښتوژبې دپرمختګ په ډګرکې خپله لويه لاسته راوړنه وګڼله دغه رازهغه وويل چې د دوي ډيرې زده کوونکې دکندوزوو خو ولې دتخاراوبدخشان ولايتونوونډه هم دپامه نه شو غورځولې ))

خوله بلې خوا ددغه څانګې څخه فارغومحصلينوپه چارواکو دانيوکه کوله چې دوي په تيرودوه کلونوکې مسلکې ښوونکې اودرسې موادوته پوره لاسرسې نه درلوده

ددغوفارغانو له ډلې څخه يوتن شفيع الله دچاردرې ولسوالې اوسيدونکې بيا داشکايت کاوه چې دوي په خپل لومړې سمستر کې ټول درې مضمونونه لوستل په داسې حال کې چې دوي دپښتوادبياتو څانګه لوستله نه د درې ادبياتو.

په شمال خيتځ ولايت کندوز کې دپښتوادبياتو څانګه دوه کاله دمخه ديوشميرپښتنومشرانوپه هڅو په دغه ولايت کې رامنځ ته شوه چې دامهال هم دپوره ستونزوسره لاس اوګريوان ده .