کور / نوميالي / دا څېرې د هېرېدو نه دي – نجيبه سارا بياباني

دا څېرې د هېرېدو نه دي – نجيبه سارا بياباني

د ۲۰۱۰ زکال دجنوري ۷

د نجيبې سارا بياباني لنډ ژوند ليک

آغلې نجيبه سارا بياباني د ۱۹۶۳ زکال د۲ د اپرېل په ۲مه کندهار ښار ددوهمې ناحې په مربوطاتو دکنډک مشر حضرت مير خان په يوه روښنه کورکي سترگي دنياته پرانستي .خو اصلي اوپلرنی ټاټوبۍ اودخاپوړو ځای يې دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍد سينو بابا کلی دی . نوموړې د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، او د عبدالکريم خان لمسۍ، په خټه ابراهيمخېله پښتنه ده .
زده کړې :
دغې پښتنې شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل ښار دامينه فدوي متوسطې او رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي . کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالو يې د ژوند خوږملگری ترېنه ترې واخيست او داغيرتی مور دخپلو بچو سره يواځې پاتې شوه . نوومړي په رسمي چاروکې د دندو سره سره خپلې لوړې زده کړې هم پيل کړې او تر يوه کاله، د ژورناليزم پوهنځي کې، په خپلو زده کړو هم بوخته وه، خو بيا په افغانستان کې د ګډوډۍ ،کورنيو جګړو او امنيتي ستونزوله امله يې لوړې زده کړې ترې نيمګړې پاتې شوې .
دندې :
نجيبه سارا بياباني په افغانستان اوکوزه پښتونخوا کې ګڼ شمېر دندې ترسره کړي . د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو نه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال نه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان په راډيو کې يې لومړنۍ دنده دماشومانو دخپرونې دوياندۍ نه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوګ په برخه کې يې تمثيل ته هم مخه کړه ،چې پدې برخې کې بې کچي وځلېده. تر څه مودې کار ورورسته بيا د هنر او ادبياتو په څانګه کې د ((حرف خوش صدای خوش و آهنګ خوش))دخپرونوکوربنه وه اوهمداراز ېې په رسمي توګه د پروډيسرې په حیث دنده درلوده چې په هنر او ادبیاتو کې د ((جمعه او زموږ ډالۍ ))ــ ((ولولې ))او د ((شومه دم انګازې)) د خپرونې جوړونکې ، ډيکليمه کوونکې وه. د پښتنو اوبلوڅود خپرونې جوړونکې او ويانده، د روزنې څانګې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې دخپرونې ويانده پاتې شوې ده .دا چې مېرمن سارا په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه ده نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې دلومړي ځل لپاره د کونډې ځوی په سريال کې دافغان ټلويزون په پرده راښکا ره شوه. نوموړې په دغه سريال کې د شادګل د مور رول په خاص هنري مهارت اوشهکارۍ لوبولی دی .

څه موده يې دقومونواو قبايلو په وزارت کې د جرګې مجلې د خبريالې په توګه هم دنده ترسره کړې. کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې تودې شوې او هغه دېته اړيستل سوه تر څود خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شي ،نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره په افغاني مېړانه اوپت هلې ځلې پيل کړې اودهنراوادبياتوپه برخه کې ئي بېلابېلې دندې يې ترسره کړې . د کډوالۍ په کلونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبریالې په توګه لنډ مهال کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د ګل پاڼې ځانګړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د لیکوالې په توګه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، اودپېښور په ټلويزون کې يې دپردې تر شاپه پښتو اودري ژبو د خبرتياؤدلوستلو دنده هم سر ته رسولې . په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د(( نوي کور او نوي ژوند)) د پښتو اودري راډيويي ډراموپه بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولولو کې مرسته کړې اوبيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه ګل رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې ده .

همداډول ېي دکډوالۍ په ژوندکښي په يوشمير هغو علمي کنفرانسونو اوغونډوکي برخه اخيستې کوم چي په اروپاکي دافغاني کلتوري ټولنوپه نوښت جوړې شوې دي .

ديادولو وړه چي د ((Europén Social Form)) سوسيال فروم په تاريخ کي چي په اروپايي هيوادوکي هر کال يوځل دايرېږي په ۲۰۰۸ زکال دسپتمبرله ۱۷ نه تر ۲۱ مې پوري دسويډن دمالموپښارکي جوړسونجيبه سارا بيابان لومړنئ افغانه شاعره وه چي ددې فورم دادبياتواوفرهنگي سکشن مېلمنه وه .
چاپ شوي اثار :
نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولګې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولګه یې د کابل د کورنيو جګړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.

د ماښامونو ډيوه – د شعرونو ټولګه، چاپکال (1994)
د پنجرې مرغۍ – د شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ – د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
زما د عشق جونګړه ورانه شوله – د هېوادپاله شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)

اغلي سارا بياباني د شعرونو تر څنګ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي چاپ کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعګانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې پدې ورستيوکي ئي دليکلوکار بشپړ شوی .

ناچاپه آثار :
د نوموړې ګڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي لکه:

– دنظرياتويوه جېبي ټولگه

– دغزلياتو ټولگه

– دنثرټولگه

– دلنډو کسو ټولگه

– دسفردخاطراتوپه اړوند يوکتاب ((سفرنامه ))

– دژوندلارترنامه لا ندي ټولنيز کتاب

اغلي سارا بياباني د پښتو ژبې تر څنګ په دري اوکله کله په ناروژي ژبه هم شعرونه ليکلي چي په ناروېژي ژبه شعرونه ئي دناروي دډله ايزو رسنيو له لاري خپاره سوی د ي .
نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي .

نومړې پتمنې اوغيرتی مورماته په تليفون کي دژوند ديوې خاطرې په هکله داسي وويل : ((زه دښوونځۍ په دريم صنف کي وم چي دراډيوافغانستان وتلي وياندي ساحمې اکبر له ځان سره راډيوته بوتلم اودماشومانوپه خپرونه کي مي برخه واخيسته . هغې داستاد ف فضلي اودافغانستان دتکړه تاريخ پوه غوث خيبري ،وتلي شاعر عبدالوهاب سرتير بې ساري هڅونې دخپل هنري استعداددروزلواوپدې برخه کي دکارونودپرمخ بيولواوبرياو اساسي لاملونه بولي،اوپه زياته خوښي اودرناوي ددوي له هڅوونواوزيارڅخه په مننه يادونه کوي .ددغوټکوتر اوريدوووسته مي پوښتنه ځينې وکړه چي زموږ هنرپروره ولس که څه هم نالوستی دئ ستاسوپه هڅونه کي کوم رول درلوداوکنه؟

نوئي راته وويل وروره ،کله چي زه دهغوي دهڅونې دخاطروپه هکله فکرکوم په سترگوکي مې دخوښيوله اوښکونه ډنډونه جوړ شي .

که زمادولس هڅوني نه واي زه به هم دنوروتورسروپشان په څلوروديوالوکي بندي پاته واي ،خداي خبرچي داولادونو سرنويشت به مې څنگه واي .زه څو ژوندی يم ددې ولس ښېگڼې اوپيرزوينې به هيري نکړم . زه په دوي وياړم که دکډوالی په سختو شپواو ورځوکې څومره دخپلو ماشونودراتلونکي په هکله فکرکوم هغومره دخپل سوځېدلي وطن اوکړېدلو وطنوالو دماشومانو دراتلونکي په هکله فکر وړې يم .

سارابياباني دولس پر معنوی هڅوسره بېره چي هغې ته تر هرې بلې ډالۍ زيات ارزښت لري درې ځله دتقديرنامواوډالی په ورکولونازول سوې ده .يوځل دشعرونوپه سيالۍ کې دلومړي مقام دترلاسه کېدوپه خاطر تقدير نامه ،دوهم ځل دخوشحال خان په ليسه کې په يوډرام کي دښه ځلېدوله امله دمرحوم داؤدخان لخواتقديرشوې چي ډالۍ ېې دمرحوم داؤدخان دمېرمنې لخواترلاسه کړېده .

ددريم ځل لپاره دکوزي پښتونخوادپښتنو دپياوړي مشر اوپه سيمه کي دوتلي سياست پوه اوسياسي څېرې ښاغلي محمود خان اچکزی لخواهغه وخت چې دپښتنو اوبلوڅودپروگرام دوياندي دنده پر غاړه وه تقدير شوې ده.

دهغه شناخت له مخې چي زه ئې دنوموړي غيرتي اوپتمنې ميرمنې اوددې داولادونوپه هکله لرم په وياړ سره ويلاي سم چي سارابياباني دافغاني شهامت نه ماتېدويوه روښانه بېلگه اوداسې مورده چي يوه لحظه ېي دخپلو ماشومانو روزنه له پام څخه نده غورځولې ټول اولادونه ېي سره لدې چي په مختلفوعلمی رشتوکي په عالي تحصيلاتومصروف دي ځواني فرهنگی څېرې هم دي . که زه ديوه نوم واخلم نودابل به رانه خفه سي ،ځکه له هغه نه ډډه کوم ،خو ددې خبري يادونه مي پدې موخه وکړه چي دسارابياباني دزحمتونوقدردانی شوی وي اودبلې خوازموږ ميندې اوخويندي دهغې پر قدمونو پښه کېږدي اودخپلو اولادونوروزلوته ځان وقف کړي .دامور ده چي په يوه لاس ځانگواوپر بل جهان ځنگو ي .

وياړ پداسي غيرتي ميندو .

گراني خورسارابياباني ته دخوښيو،ښيرازيواوبرياونه ډک اوږدعمرپه هيله .لوی څښتن دي داله خپلوپيرزوينوڅخه نه بې برخې کوي .

ددې وتلي شاعري د شعرونو څو بېلګې :

سر نشته

کاروان لوټېږي ځکه سر نشته

وطن مې وران شو چې رهبر نشته

د ويښ بابا ټبر ويده پراته دي

د ملالۍ غږ لر او بر نشته

دا د کفترو د طوطيانو باغ کې

مردارخور ګرځي سپين وزر نشته

لوړو ژورږ کې به باز ګرځېده

نن هغو تړو کې شاهپر نشته

په ښکلي کور کلي بانډه کې زما

د مشرغږ نشته حذر نشته

د مشورو او د جرګو وطن کې

د دود دستور هغه افسر نشته

دا د شاهين په کور کې څوک ګډ شوي

چې بچي ژاړي د کور ور نشته

دا د ميرويس او احمد شاه وطن کې

د خوشال توره لکه لمر نشته

سارا وطن خو لوټمارانو لوټ کړ

ځکه چې ستا کلي کې سر نشته

۶ـ ۹ـ۲۰۰۰ ناروې

……………………..

دا عجيبه ننداره ده

دا عجيبه ننداره ده

نوم ېې مينه افسانه ده

هر تېرشوی ورته ياد دی

لکه سيند څپه څپه ده

لا په يو مخه روان دی

پکې ګرځه فلسفه ده

سرګردان به پکې ګرځې

لږ خندا پکې پلمه ده

په ژړا نه پوره کېږي

خو سوزونو کې نغمه ده

جوړوؤنکي سوزوؤنکي

هم په دا هم په دغه ده

د خندا ژړا يو سٌر دی

هم ېې وسوزي ايره ده

کله ېې مست اولاپروا کړي

کله ېې ړوند کړي پروانه ده

څه عجيبه زمانه ده

تل تقدير باندې الزام کړي

د سارا دغه بانه ده

29/12/1995

………………………………

د پردېسۍ غم

په پردېسۍ کې خپل اختيار غواړم

زه خپل وطن غواړم خپل ښار غواړم

دلته ګلونه تل بهار وينمه

زه د نارنج ګل ننګرهار غواړم

دلته بې بويه د نرګس ګلونه

زه د رامبېلو ښکلی هار غواړم

دلته رنګونه شته خوندونه نشته

زه د وطن خوند د بهار غواړم

دلته د يو ګړۍ په مينه ډوب دي

زه ستا په عشق کې تل قرار غواړم

دلته د ميو په مستۍ لوبېږي

زه د ځوانۍ د نشې باغ غواړم

دلته خو مينه ضرورت جوړوي

زه د طبعيي مينې خپل يار غواړم

دا دسارا د فيصلې ځای ندی

دلته يوروپ دی زه خپل ښار غواړم

10/09/ 1999

………………

غزل

دلتـــــــه سپـــــــو ږمـــــــۍ زمــــــا دوطــــــن نشتـــه

دلتـــــه ګـــــــــلان زمــــــــا دګلشـــــــــن نـــــــشتـــــــه

دلته په جګو غرو کې ګــرځـــــــي هو ســـــــــۍ

پکې خو شبـــوی د هــــــــــا خـــــــتـــــــن نـــــــشتـــــــه

دلته طبعـــــي ښـــــــکلــــــــــې دنیـــــــــا ده مـــــــــګر

زمـــــا دطبـــــــعـــــــــي دنیــــــــــا چمــــــــن نشتــــــــه

دلته هر څه پــــــه مـــــــا شینــــــــونـــــــو جــــــــوړ دي

زمــــــــا دکـــــــلــــي ســـــــاده ژونــــــــد نـــــشتــــــــه

دلتــــــــــــه داوسپنـــــــــې پـــــــه اور پـــــــخیـــــــــږي

دتــــــنـــــــــاره د ډو ډۍ خـــــــــونــــــــــد نــــــشتـــــــــه

دلتـــــــــه سنــــــــتــــــــــروم او ســــــــړکـــــــــونه وینم

دګـــــودر خوند دباهـــــــــو شــــــــرنــــــــګ نشتــــــــه

دلتـــــــــه ســــــــره سپیــــــن پـه انګریزي تهذیب کې

زمــــــــــا دســــــــــاده مینـــــــې یــــــــو تــــــــن نشتـــه

زه به خپل مینه تــــــــر قیــــــــامتـــــــــه ســــــــاتـــــــم

سارا دا ستـــــــــا دعشـــــــــق وطـــــــــن نــــــشتـــــــه

۱۶/ ۸ / ۲۰۰۰