ورځپاڼو ته کتنه
زیات شمېر لویديځو ورځپاڼو د افغانستان د روانو حالاتو په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي، چې لنډيزيي جاناقا الكوزي برابر كړې.
باسټن ګلوب:
په امریکا کې خپریدونکې ورځپاڼې باسټن ګلوب په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان تعبیر – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یي راغلي:
په افغانستان کې لار د ګټو د تضاد له سختو ګږلیچونو او د مختلفو نړېوالو نظرونو د لید له ساحې څخه تیریږي.
که د امریکا د متحده ایالاتو په ویست پاینټ کې د ولسمشر بارک اوباما د تېرکال وینا، چې په افغانستان کې د جګړې پلان په کې په ډاګه شو، په غور سره ولوستل شي نو د شوروي د مشر میخاییل ګورباچیف هغه وینا را په زړه کوي، چې خپلو جنرالانو ته یي ویلي و، تاسې یوازې څو کاله وخت لرۍ چې د افغانستان وضعه بدله کړۍ او کنه نو شوروي عسکر به کورونو ته راستانه شي.
د ورځپاڼې په باور، د ولسمشر اوباما وینا مبهمه او ګډه وډه بریښي، په دې معنې چې ده له یوې خوا په افغانستان کې د خپلوسرتېرو د شمېر زیاتول اعلان کړل او له بلې خوایي له دې هېواد څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو خبره وکړه.
که څه هم چې د ولسمشر خبرې، وروسته د ده د همکارانو له خوا یو څه ترمیم شوې او داسې یي وویل، چې د ولسمشر مقصد دا و، چې له افغانستان څخه به د امریکایي سرتېرو وتل په حالاتو پورې اړه ولري، خو دده وینا وار له واره په کابل، اسلام اباد ، نوي ډهلې او د سېمې په نوروهېوادونو کې خپل اغیز وکړ او په اصطلاح خپل کار یي وکړ.
باستڼ ګلوب ورځپاڼه زياتوي:
د امریکا متحده ایالات ممکن په افغانستان کې د خپلوسرتېرو شمېر زیات کړي، خو انګلیسانو سل کاله وړاندې په دې هېواد کې د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره زیار ایستلی و، خو نتیجه یي نه وه ورکړې.
ورځپاڼه لیکي: لکه څنګه چې سټیف کول ویلی و، اشغالګران تل خپلو کسانو ته د خپلې ټولنې د معیارونو په اساس ګوري.
شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپلو کسانو په اړه د مارکسیزم لیننینزم د تیورۍ په اساس قضاوت کاوه او موږ امریکاییان ورته د خپلې ټولنې د معیارونو په اساس ګورو.
ټایمز:
ټایمز ورځپاڼه چې په لندن کې خپریږي، په وروستۍ ګڼې کې یي د هلمند ولایت د عملیاتو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:
دا مهال ځینی کسان داسې فکر کوي، چې هلمند د انګلستان د بهرني سیاست هدیره او د جګړې بل ډګر دى، چې له هیڅ ډول فکر کولو او معلوماتو د تر لاسه کولو پرته ورته په چټکۍ سره داخل شوي یو او په دې مو هم فکر ونه وکړ، چې له دې ډګر څخه به څنګه ووځو.
ورځپاڼه لیکي: کله چې په افغانستان کې زموږ لومړنی هدف تر لاسه شو او د طالبنو د رژیم ړنګ شو نو دا هم مناسبه او په ځاى نه وه، چې سمدستي دې خپلو کورونو ته ستانه شو.
موږ مکلفیت لرو، چې د افغانستان ملي پوځ او پولیس وروزو، ترڅو دا هېواد په خپلو پښو ودریږي.
انګلیسي عسکر په سېمې کې په خطرونو پوه دي، خو فکر کوي، چې قربانۍ یي ارزښت لري.
په دې توګه دا سرتېري غواړي د سنګین، نادعلي، ګرمسېر، موسی كلا او کجکې په څېر سېمو څخه چې دوي وځي، بریاوې باید په ځاې پاتې وي.