د خوبونو ښاپېرۍ

34 | جنوري 10th, 2010


په دې ښار کې یوه ته یې او بل زه یم
ته یې وړانګه او له تا سره مل زه یم

دانور هسې دپيسو لپاره ژونــد کړي
چې یې ژوند دعشق لپاره دی ،تل زه یم

چې مې زړه ته رانږدې یې ،اول ته یې
چې یې تاته زړه درکړی ،اول زه یم

دژوند پاڼې مې شهیدې شي چې نه یې
ته باران یې او په دښته کې ګل زه یم

ستا خوب وړې سترګې څومره را نږدې دي
ښايي ستا دتورو سترګو کــــجل زه یم

رقیبان مې دتهمت په غشو ولي
ته به وایې ددې دور کابل زه یم

چې پر موږ باندې واکمن شي نو ظالم شي
بیا نو وایي چې بس ستاسې عمل زه یم

بیا قاضي دی کوم کمزوری په دار کړی
ښه خبر دی چې دسرو شونډو غل زه یم

ها چې ولاړه ،ښاپېرۍ وه دخوبونو
داپه خاورو کې چې پروت دی ،داپل زه یم

هر سحر لکه وږمه لګې چې راشې
ګوره پام کړه ،ژېړه پاڼه دګل زه یم

Copyright Larawbar 2007-2024