روسيې د جنګې کښتيو ضد يوه زورره توغندۍ و آزمويله
سعيد لودين
روسيې د پي ۵۰۰ ، د جنګي کښتيو ضد د « بازالټ » په نامه توغندۍ چې ويل کيږي په ټوله نړۍ کې ساری نلري په بري سره ازمويلې ده .
دروسيې خبري آژانس ريا نووسټي نن (سه شنبې) په توره بحيره کې د جنګي کښتيو د وياند له قوله ويلي دي چې دغه توغندی داطلس په اوقيانوس کې د روسيې د دريايي ځواکو لخوا د جنګي ازمايښتو په جريان کې توغول شوې ده .
وزر لرونکې بازالټ توغندوی ۵۵۰کيلومتره واټن وهلاي شي او سرعت يې د ږغ نه دوه ځله زيات دی .
دغه توغندوی د اټومي مرمۍ په وړلو سره کولای شي چې تر ۵۰۰ کيلو مهماتو پوري وزن هم د ځانه سره يوسي او په بري سره په کښتيو کې خپل هدف په نښه کړي .
ويل کيږي چې ددې پراخ دريايي ازمايښت هدف داوو چې روسيه يوځل بيا خپل موجوديت په نړۍ والو اوبو کې د نړۍ والو و نندارې ته را وباسي .