دمکرچال

36 | جنوري 11th, 2010


ترڅودمکراودفریب هر چال دې ړنګه نشي
خلاص به هیڅکله هم دا وطن له جنګه نشي

هرجنایت اوهریوجرم دې شخصي امر دی
په هیڅ ګناه به دې د قوم انځوربدرنګه نشي

د بیګناهو په وژلو کوم بی دین به ویاړي
یومسلمان داسې هیڅوخت به بی ننګه نشي

هره ورځ خواخترنوي چه ته خوله خواږه کړې
هره ورځ به دې دا غواهم داسې لنګه نشي

مه ځوروه دا ځورولې اورنځور ملت نور
چیرته دا پراخ لمن دنړی درته تنګه نشي

آخر ه به پوه شي غلیدلې او تیروتې خلک
چې د وطن په ورانولو د چا ننګه نشي

شاکربه لیرې کړي داسپین حجاب دې دتورمخ نه
ترډیره وخته ښه قسمت به دې ترڅنګه نشي

Copyright Larawbar 2007-2024