کور / تازه خبرونه / د ناټو درې نور پوځیان هم ووژل سول

د ناټو درې نور پوځیان هم ووژل سول

بی بی سی او ناټو په خپلو تازه خبرونو کی وایی چی نن دوشنبه په افغانستان کی درې نور بهرني پوځیان هم د طالبانو لخوا ووژل سول . د دغو څخه یو فرانسوﺉ افسر دی چی د هېواد په شمال ختیځ کی طالبانو وویشتی او یو بل یې هم سخت ټپي کړ . خو د دوو نورو پوځیانو هېوادونه تر اوسه نه دي ښودل سوي . د دغو دوو څخه یو یې د هېواد په ختیځ او بل یې هم په جنوب کی نن ووژل سو . د دې څخه څو ساعته مخکی درې امریکایی پوځیان هم وژل سوي وو . خبر زیاتوی چی نننۍ دوشنبه په تیرو دوو میاشتو کی تر ټولو مرګونې ورځ ثابته سوه چی د هغې په ترڅ کی شپږ بهرني پوځیان ووژل سول .