کور / تازه خبرونه / تخار:دافغان دولت په يولړچانيزوعملياتوکې درې ملکې وګړي ووژل شو.

تخار:دافغان دولت په يولړچانيزوعملياتوکې درې ملکې وګړي ووژل شو.

په تخارکې دافغان دولت په يولړچانيزوعملياتوکې درې ملکې وګړي وژل شوي او ددولت مخالفې وسلوالې ډلې نه ٧ تنه نيول شوي دي .
د روستاق ولسوال محمد حسين کليدته وويل: (( چې د افغان دولت ديولړچانيېزوعملياتوپه ترڅ کې ددغه ولسوالې دقرلک حوزې په سېمه کې دجګړې نه وروسته ٧ تنه نيولې دي . نوموړې زياتوي چې په دغه عملياتوکې ئي دمخالفووسلوالوڅخه يوميل راکټ ،يوميل کلاشنيکوف ،يوميل مارکول اوداسې نورې سپکې وسلې هم نيولې دي .
هغه داهم وويل چې په جګړه کې دښکيلو ډلو په ډزوکې دري ملکې وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده . ))
خودانه ده جوته چې عام وګړي دکوم لورې پرډزووژل شويدي .
ديادونې وړ ده چې تيره ورځ په همدغه ولسوالې کې دبې مسوله ډلو دبې وسلې کولواوځپلو لپاره عمليات ترسره شوي وو خو ددغوډلومشران بيا په تيښته بريالې شوي وو او وسلې تري دجګړې پرميدان پاتي وي . وسلوالو ډلودقرلک په سېمه کې دعام وګړودزورنې په موخه شخصې زندانونه جوړکړې وو اوهمداراز دخلکوپه وژنه اوزورونه هم تورن وو .
ددغوبې مسولوډلوله لورې په دغه ولسوالې کې په دي ورستيوکې ډيرې خلک په تنګ راغلې وو.
دپوليسو په وينا ددغووسلوالوډلومشران چې ګل تازه اورسول نوميږي دامهال دپوليسولخوا په کلابندي کې دي .
همايون بابرتخار