کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د وکیل صیبانو پریکړي د تيرو ټاکنو په څیر بله معمأ !

د وکیل صیبانو پریکړي د تيرو ټاکنو په څیر بله معمأ !

کله چی دمرغومی دمیاشتی په ۱۲ نیټه وکیل صیبانو نوماندو وزیرانوته رايي ورکړی او وروسته يي پایلي اعلان
شوی چی د ۲۴ نوماندو وزیرانو څخه يوازی ۷ نفرو دباور رايي تر لاسه کړی هکپکتیا په دی کی ده چی په ۷ بریالیو وزیرانو کی یو هم ښاغلۍ رهین صیب او شهرانی صیب ؤ او په هغه وزیرانو کی چی هغوی دباور رایه تر لاسه نه کړه یو يي ښاغلی انورالحق احدی ،سنګین،اغلی غضنفردښځودچارو وزیره وه ، پوښتنه په دی کی ده چی وکیل صیبانو دغه پریکړه په کوم اساس او کومو ځانګړتیا وپه بنسټ کړی ده دبیلګی په توګه که چیری موږ ښاغلی رهین صیب په نظر کی ونیسو نو د لته ټول افغانان دښاغلیو وکیل صیبانو څخه دا پوښتنی کوی !

۱- که چیری ښاغلی رهین صیب دکار وړ شخصیت ونومول شوی وزارت ته دی نو بیاموولی څلور کاله مخکی دهغه څخه د باور رایه بیرته اخیستله اودده پر ځای مو خرم صیب ته رایه ورکوله داخو دوزارت او ټول ملت سره خیانت دی چی وړ شخص مو لری کړ او پرځای مو نا وړ شخص ته رایه ورکړه او که چیری هغه وخت دی وړ شخص نه ؤاوڅه نیمګړتیاوی يي لرلی اوس خو هم هغه رهین صیب دی نه يي په دی څلوروکالو کی چیری ماسټری اخیستی اونه به حج ته تللی وی چی هلته یی په خپلو تیرو غلطیو توبه یستلی وی نو اوس دا څرګندیږی چی دوکیل صیبانويا هغه پخوانۍ پرکړه غلطه ده او یا اوسنۍ په دی اړوند باید ملت ته ځواب ورکړی؟

۲- دوهم بریالی وزیرښاغلی شهرانی صیب دی چی نه دنومول شوی وزارت په اړوند مکمله تجربه لري اونه په هغه چارو کی تخصص لری همدارنګه په تیروکی په هغه باندی داداری فسا دځنی تورونه هم لګیدلی دی نو دده بریالی توب په کوم بنیاد دی چی وکیل صیبانودباوررایه ورکړه؟

ځنی وکیل صیبان د همدی بریالیووزیرانو په اړوند ډول ډول نظرونه ورکوی چی دمنلو وړخونه دی حتی دخندیدلو وړدی دوی وایي چی مخدوم صیب چی کله ځواب کړ شونوپر ځای يي خرم صیب وزیر شو او موږ رایه هم ورکړه خوبیا خرم صیب سم کارونه وکړ او موږ يي دمخدوم صیب په ارمان کړو نووکیل صیب چی خرم سم کارونه کړ اویا يي دمخدوم صیب ارمانی کړی نو ولی مو هغه دبرحالی دندی پر وخت نه راغوښت او رايي مو بیرته نه تری اخیستی بیا چی وايي چی مخدوم ښه نه ؤ پرځای موخرم وټاکۍ اوهغه هم ښه کار ونه کړ نو بیا مو ولی لمړنی بد ته رایه ورکوله دا کیدای شی چی یوڅوک دیوه نا خوښ شی پرځای بل واخلی اوهغه يي هم خوښ نه شی نو بیرته لمړنۍ نا خوښ اخلی که دنوی په لټه کی کیږی؟

دشهرانی صیب په اړوند ځنی وکیل صیبان وايي چی هغه ځوان دی او انرژی لری کاربه وکړی نو وکیل صیبانو بیا مو رحیم وردګ ته ولی رایه ورکوله دهغه عمر خو د۸۰ کالو څخه اوښتی که چیری تاسی عمر په نظر کی نیسۍ ؟

همدارنګه دهغه پاتی وکیل صیبانو په اړوند هم زموږ وکیل صیبان ډول ډول نظرونه لری خو که چیری دپاتی وزیرانوڅخه احدی،سنګین اوغضنفر په پام کی ونیسو هغوی خو په خپلو وزارتو کی بد نه ؤ تریوه حده پوری ددی وزارتو چاری ښی پرمخ تللی وی نوپه کوم اساس دوی ته رايي ورنه کړل شوی که احدی په اړوند ځنی وکیل صیبان وايي چی هغه دیوه نشنلست پښتون ګوند مشر دی بیا خو ستاسی په بریالیو وزیرانو کی داسی کسان شته چی هغه ددی پر ځای چی دخپل هیواد کومی ژبی ته کار وکړی او هغی ته نشنلست وی دپردی هیوادو ژبی اوکلتور ته کارکوی او غواړی چی دهغه هیواد کلتور او ژبه زموږ دهیوادکلتور او ژبی(دری)پرځای وکاروی. اوکه په دی تور چی احدی کرزی ته په ټاکنو کی منډی کړی وی نو هغه نور بریالی وزیران خو ټول دکرزی دمنډوخلک ؤاو په داسی حال کی چی دا نورخو نه دټاکنو دمنډی کسان ؤاونه نور څه نو ولی بیا رایه ورنه کړل شوه.

ځيني وکیل صیبان دا دلیل نیسی چی ځینو وزیرانو به دوکیل صیبانوسره ښه چلند نه کوۍ کله چی به وزارت ته ورغلی ؤ په دی اساس ځینی وزیران بریالی اوځینی پاتی شول نووکیل صیبانو تاسی وزیرانوته په دی بنیاد رايي ورکوی چی ستاسی سره ښه اویا بد چلند کوی ،ستاسی بی ځایه غوښتنی منی یا نه منی نور که دوی بی سیواده یا هرڅه وی پروا نه لری په هر حال داځل ټول ملت دوکیل صیبانو څخه دا هیله لری چی دخدای لپاره یواځی دریښتنی مسلمان،ریښتیا افغان،صداقت اوتخصص په نظر کی ونیسۍ اونومول شویووزیرانو ته رایه ورکړی نور دژبی،قوم،ګوندی اړیکوڅخه تیر شي يوازی اسلام ،افغانیت اودا مظلوم ملت په نظر کی ونیسۍ .

۲۱/۱۰/۱۳۸۸

تبصره نسته

  1. غني ګرم – يو غشے دوه ښکاره

    تيره اوونۍ چه د کابيني نوماند وزيران د ولسمشر کرزي له خوا د باور رايي د تر لاسه کولو په موخه ولسي جرګي ته ور پيژندل شوي وو، د څلرويشتو ورپيژندل شوو هغو له ډلي څخه يواځي اوه تنه يي د باور د رايي په تر لاسه کولو وتوانيدل، پداسي حال کي چه پاتي اوولس هغو ونشواي کړاي چه د ډيرے تاييد رايو په اخستلو سره د باور رايه تر لاسه کړي.

    داسي ويل کيدل چه ګوندے، دا د حامد کرز ي دپاره يو غټ ګوذار وو او ګواکي ده هغه وزيران چه ملت ته د منلو وړ نه وو او ډيرے يي تجربه شوي وو د ځينو مصلحتونو په نظر کي نيولو سره بيا غوښتل په ولس وروتپي او دولت يو وار بيا د ګډوډئ او اداري فساد په دام کي کيباسي. هو! مصلحتونه په نظر کي نيول شوي وو خو دا ځل يو څه بل ډول وو او هغه داسي چه ولسمشر کرزي لمړے هغه کسان د باور د رايي د تر لاسه کولو دپاره ولسي جرګے ته وروپيژندل چه دده لخوا ورسره د وزارتونو وعدي شوي وي او په بدل کي يي دوي د ښاغلي کرزي دپاره په يو نه يو ډول انتخاباتي مبارزه کړي وه. له بل لوري هغه اشخاص او ډلے وے چه د ولسمشر له کانديدو يے پدي هيله خپل ملاتړ ښوولاے وو چه ګوندے که د کوم وزارت څښتنان شي او همدارنګه هغه ډلي چه د ولسمشر له لورے ورته د يو يا څو وزارتونو وعدے ددے په بدل کے چه يواځي دده له کانديدو به ملاتړ کوي او کمپاين به ورته کوي، شوے وي. خو ددغو ټولو وعدو تر څنګ دا نه وو ويل شوي چه د ولسي جرګے له خوا ددغو وزيرانو د رد په صورت کي به د هغو پر ځايونو څوک ولسي جرګے ته ورپيژني.

    نو اوس ولسمشر کولاي شي هغه وزيران چه دده خپله غوښتنه وه او ياهم د نړيوالے ټولنے دمشورے په اساس ده ته ورپه ګوته شوي وو، ولسي جرګي ته وروپيژني. د ولسمشر کرزي سياسي چال تر يوي اندازي ښه وچليده او هغه داسے چه نوموړي له يوي خوا په کور دننه کي د ډيرے هغو ډلو ټپلو چه د نظامي، سياسي او يا هم ځينو نورو دلايلو په اساس څه نا څه ځواکمنے دي، ملاتړ تر لاسه کړ، او دا هغه څه وو چه ولسمشر کرزي ورته يواځي د ولسمشرئ څوکئ ته د رسيدو په موخه ديوي وسيلے په ډول اړتيا درلوده. له بلي خوا لکه څرنګه چه ليدل کيږي چه د کابيني دپاره به بيا ځل وزيران ولسي جرګي ته د باور رايي د ترلاسه کولو (يا نه تر لاسه کولو) په موخه په ډير نژدي راتلونکي کے وروپيژندل شي نو اوس داسي وخت رارسيدلے دي چه ولسمشر کرزے هغي دوهمي وسيلي ته جواب ووايي او هغه د ذيعلاقه هيوادونو د ټولو هغو غوښتنو پوره کول دي چه اصلا ښاغلي کرزي ورسره وعده کړي وه چه ددغو غوښتنو يوه برخه په کابينه کي د دغو ذيعلاقه هيوادونو ذېربطه افراد دي چه ددوي په اند بايد د ولسمشر کرزي په نوي کابينه کي ځاي ورکړل شي. نو پدے سره ولسمشر دداخلي دوستانو؟ له فرمايشه تر يوي اندازي ځان خلاص کړ چه د خپلو نړيوالو انډيوالانو او ځينو افرادو د غوښتنو اوريدلو ته يي اوس پوره وخت پيدا کړ او اوس به هغه څه کوي چه د تير په څير ددوي د شريکو تصاميمو او مشورو زيږنده وي. په درنښت


    سهر ځواک – د ولسي جرګې غړي خپلو ژمنوته ژمن نه دي

    ولسي جرګې ته لا ولسمشر کرزي دکابينې غړي نه و ورپيژندلي چې په دغه جرګه کې څو ورځې په دې تير شوې چې ولسمشر بايد مسلکي په کارپوه او د يو تابعيت درلودونکي وزايران ولسي جرګې ته د اعتماد رايه لپاره وروپيژني >بالاخره دوی پريکړه وکړه چې مسلکي په کارپوه او ديو تابعت درلودونکي وزيرانو ته به داعتماد رايه ورکوي . خو کله چې ولسمشر کرزي خپله کابينه وړاندې کړه وکيلان صاحبان په ميلمسيتاو، ډالرو او … بوخت شول خپلې کړې ژمنې له ياده ويستلې هغه معيارونه چې دوی ټاکلي و ورڅخه هيرشوي و. دوی ويل مسلکي کابينه غواړو ، خو د ايلاقي ، سنګين ، احدي او بليغ په څير وړاندې شوي وزيرانوته د رای نه ورکولو معلوميږي چې دوی خپلې شخصي قومي او ګوندي ګټې په افغاني ګټو پورته ګڼلي دي .محمد ايلاقي چې له شپږ کلنې يې تجارت ته مخه کړې د تجارت په ډګر کې يې لوړې زده کړې کړي او په دې برخه کې تجربه هم درلوده له دې به وړ کس څوک و، چې د تجارت په برخه کې يې کار کړی و، همدارنګه اميرزی سنګين چې د مخابراتو په برخه کې يې پراخه تجربه درلوده او وکيل صاحب ستا په جيب کې پروت مبايل دهمدغه ځوان دهڅو پايله ده ، په افغانستان پ کې مخابراتي کمپنۍ په سيمه ييزه کچه د ټيلفون په برخه کې تر ټولو ټيټې بيې وړاندې کوي ، د اپه دومره لږه موده کې ډير زيات پر مختګ دی ، او د فيبر نوري کمپنۍ په فعاليدو سره به اوس دغه بيي نورې هم راټيټې شي .

    همدارنګه ډاکټر انور الحق احدي چې په اقتصاد او سياسي علومو کې لوړې زده کړې لري له ده پرته به په افغانستان کې څوک د اقتصاد د وزارت لپاره وړ وي ،عنايت الله بليغ ، چې يو عالم او بې غرضه شخصيت و د پل خشتي جومات امام د شرعياتو فارغ هم ستاسو د سياسي اوشخصي ګټو ښکار شو . که تاسې وايې چې موږ د افغانستان لپاره پريکړې کړي خو ډير ژربه په خپله ووايې چې ښه کار مو نه دی کړي او په خپلو کړنو به پښيمانه شوي ياست او شايد د دغه نوي ليست په ليدو هم يو څه پښيمانه شوي ياست ځکه له اوسني ليست خو پخوانی ليست و ډير ښه وو . له يو څو محدودو څيرو پرته چې متعصبې څيرې وې نور ټول يې که ښه نه وو بد هم نه وو همدارنګه تاسې ژمنه کړې وه چې دوه تابعته وزيران به نه بريالي کوئ خو تر ټولو لومړی مو دوه تابعته وزيران تر ټولو په ډيرو رايو بريالی کړل زاخيلوال چې همدا اوس هم دکاناډا تابعيت لري خو تاسې ځانونه پرې غلي کړل ځکه چې ليمڅي د تبر ځای نيولی همدارنګه ځينې نور څو وزيران ..

    وکيلانو تاسې چې ځانونه د ولس استازي بولۍ نور ولس هم پر تاسې شرميږي چې درته خپل استازي ووايي خو له تاسې څه ګيله پکارده چې په خپلو خبرو عمل نه کوئ نو دنورو په غوښتنو به څه سر وګروۍ .