کور / تازه خبرونه / غزني: راکټ پنځه پوليس ټپيان کړل

غزني: راکټ پنځه پوليس ټپيان کړل

د غزني ښار پر څلورمه ناحيه په يوه راکټي بريد کي پنځه پوليس ټپيان سوي دي.
د غزني د پوليسو يوه مشر عبدالرحمان خبريالانو ته وويل دغه راکټ په څلورمه ناحيه کي د پوليسو پر يوه موټر لګېدلئ چي پنځه پوليس يې ټپيان کړي دي.
بلي خواته د چين د زينهووا آژانس د يوه ځايي اوسېدونکي له خولې وايي په ټپيانو کي يو پوليس په روغتون کي مړ سوئ دئ.
طالبانو لا تر اوسه د دې بريد مسئوليت نه دئ اخيستئ او نه هم دولت چاته د پړې ګوته نيولې ده.