کور / د ماشومانو نړۍ / لیکنو ته دماشومانو د هڅولو 10 لارې

لیکنو ته دماشومانو د هڅولو 10 لارې

رحیم الله بشارت

پر زده کوونکو تخلیقي لیکنې کول دهغوی دپنځونې مهارت ته پراختیا ورکوي، منطقي تفکر ته یې وده ورکوي، دژبې په ښې زده کړه کې ورسره مرسته کوي او نورو ته دخپلو فکرونو د څرګندولو په لارو چارو یې پوهوي.
هر زده کوونکی د ښې لیکنې وړتیالري، خو په پیل کې لیکنې ته دزده کوونکو هڅول، بنسټیز تخنیکونه ورښودل او تمرینول پرې ضروري دي. که ښوونکي زده کوونکوته د تخلیقیي لیکنو لارې چارې وښيي او پرې تمرین یې کړي دابه زده کوونکوته په زړه پورې وي ، دوي به خوشحاله کړي او ښه زده کړه به هم وکړي.
لیکنو ته د زده کوونکو دهڅولو کیلي دداسې فعالیتونو پلانول دي چې د زده کوونکو کنجکاوي او د څېړنې او پنځونې حسونه راوپاروي. ځینې لاندې لیکل شوې لارې تجربه شوي او د زده کوونکو ډېره مینه او توجه یې دځان کړې ده.
1. له کوره ترښوونځي:
له کوره ترښوونځي او یاله له ښوونځي ترکوره: په دې کې لومړی له وړو ماشومانو غوښتل کېږي چې هره ورځ له کورنه ښوونځي ته او یا له ښوونځي نه کورته د تګ راتګ کیسه وکړي ـــ څه دې ولیدل ـــ له چاسره دې ستړي مشي وکړل ـــ ګلونه وو که نه وو؟ په ګلونو پرخه پرته وه که نه ؟ چا له کوره رخصت کړې ـ؟ مینه یې درسره وکړه که نه ؟ څه فکر دې کاوه چې را روان وې ـــ له کومو ملګرو سره دې ولیدل او څه خبرې مو وکړې؟ کله چې زده کوونکي په شفاهي ډول ددې پوښتنو ځوابونه تمرین کړي بیایې پرې ولیکئ.
2. د جملو ترتیبول
ددې لارې له مخې د ښونکي لخوا دیوې کیسې جملې مخکې وروسته (بې ترتیبه) کېږي او بیا زده کوونکو ته ورکول کېږي چې دیوې کیسې په ډول یې یوه په بله پسې په ترتیب ولګوي .
3. کلیمې ورکول:
زده کوونکو ته ځینې کلیمې ورکول چې کیسه ترې جوړه کړي. د بېلګې په ډول: دولس کلن هلک ـــ ښوونځی ـــ لار ـــ سپین ږیری ـــ لاس نیول ـــ کور ــــ رسول ـــ دعا ـــ ښوونکی ـــ کیسه ـــ ستاینه
4. کوم ښه کار؟
ددې لارې له مخې زده کوونکو ته دنده ورکول کېږي چې د هغو ښوکارونو کیسه ولیکي چې دوی ترسره کړي دي، له دې لارې دوی دښو کارونو د ترسره کولو انګېرنه هم اخلي او هڅېږي.
5. دود لیکنه
په دود لیکنه کې زده کوونکي دخپلو دودیزو لمانځنو او غونډو کیسه لیکي لکه ودونه ، سنتونه ، اخترونه ، او نور او بیایې ټولګي ته لولي چې دوی څنګه یو دود لمانځي ، په دې کې که ښوونکې هڅه وکړي نو زده کوونکو ته دهغوی د دودونو په هکله ښه انګېرنه (طرزتلقي) هم ورکولی شي چې کوم دود ښه دی ، ګټه یې څه ده ؟ کوم ښه نه دی او ولې ښه نه دی؟
6. درې دقیقه ییزه لیکنه
ددې لارې له مخې زده کوونکو ته یو عنوان یاموضوع ورکول کېږي ـــ داسې عنوان چې دوی ورسره بلد وي او مالومات پکې ولري ـــ او ترې غوښتل کېږي چې په دریو دقیقوکې هغه څه ولیکي چې د عنوان په اړه ددوی په فکر ونو کې راځي. په دې کې دخوند ټکی د وخت ټاکل دي چې زده کوونکي پکې هڅه کوي په خپل ټاکلي وخت کې هغه څه چې په ذهن کې یې تېرېږي په بیړه ولیکي، دوی په دې هکله د زیات فکر وخت هم نه لري ، زده کوونکي چې له دې سره عادت شي بیا په محدودو وختونو کې دخپلو کارونو دترسره کولو وړتیاهم لري. کله چې زده کوونکي په یوه ټاکلي وخت کې د لیکلو تمرین وکړي لیکنه یې رښتینې تخلیقي کېږي ځکه په دې کې دوی د نقل یا د اورېدلو کلیشه يي جملو د لیکلو هڅه نه کوي.
7. ته نن پخپله نه یې
په دې میتود کې زده کوونکو ته ویل کېږي چې نن تاسو پخپله تاسو نه یئ، تاسو به له ځانه یوبل څوک جوړوئ. ددې لپاره ښايي چې واړه کارډونه جوړکړل شي او په بېلابېل رولونه پرې ولیکل شي. دبېلګې په ډول: ته به نن خپله ته نه یې … ”ته به نن یوتوتي یې او په یوه دښته کې به په خزانه پسې ګرځې“ ته به یوه ښارو یې دسرو زروـــ او ښایسته کاڼو یوه یو وړوکی کان دې موندلی ـــ څه به ورسره کوې؟ ته نن یوښوونکی یې، ته نن یو ډاکټر یې ،د دې لوبې لپاره پکارده چې هرزده کوونکي راځي، له کتلو پرته یو کارډ اخلي او بیاله هغه رول سره سمه کیسه لیکي.
8. کیسه لېږد:
د کیسه لېږد میتود هم یوپه زړه پورې میتود دی. په دې کې لومړی ښوونکي دیوې کیسې څو جملې لیکي ، بیایې هریو زده کوونکي ته ورکوي چې هریو پرې څو داسې جملې ورزیاتې کړي چې کیسه پرمخ بوځي. په دې کې ښوونکي د پنځه شپږ زده کوونکو په سر یوه کیسه پیل کوي. اوهر زده کوونکي ټاکلې جملې او ټاکلی وخت لري. په پای کې کیسې په لوړ غږ لوستل کېږي.
9. ګرانه ښوونکیه!:
زده کوونکي خپل ښوونکي ته لیکونه او خبرې کول خوښوي. نو دتخلیقي لیکنې یوه لاره داده چې دوی ته وخت ورکړل شي چې خپل ښوونکي ته لیک ولیکي. ددې لپاره پکارده چې یوه ټاکې موضوع ورکړل شي. لکه د ټولګي دښه کېدو لپاره وړاندیزونه، دخپل ځان په هکله څه ویل، او یا له کور نه ترښوونځي پورې د راتګ کیسه کول. دوی داهم کولی شي چې سرښوونکي یامدیر ته لیکونه ولیکي.

10. ایاپوهېږئ:
ددې لارې له مخې هرزده کوونکي د یوې موضوع کارپوه جوړېږي او دیوه کارپوه په څېر په ورکړل شوې موضوع لیکنه کوي. بیاخپله لیکنه ټولګي ته اوروي او ټولګیوال پرې نظر ورکوي. دا ډول لیکنې په زده کوونکو کې د علمي مقالو دلیکلو وړتیا روزي.
پورته لارې یواځې د ښوونکو د کارلو لپاره نه دي بلکې میندې پلرونه هم کولی شي چې له خپلو ماشومانو سره یې تمرین کړي ترڅو فکرونه یې پراخ او استعدادونه یې وغوړېږي.

تبصره نسته

  1. سلام ښاغليو وروڼو! او د لر اوبر مديريت ته!
    د چا لوبه او څه وخت وه؟
    تاسو په دغې مخ کښې ليکلي چې د کرکټ سيالۍ پر لاندي پټه په ژوندۍ بڼه کتلائ سئ : خو نوره تشريح مو نده ورکړي، چې د چا سيالۍ له چاسره او څه وخت وه. دا ځکه چې زه چې همدا اوس راغلم او پر کلک مې کړل، ګورم چې په نوموړي تلويزوني چينل کښې د فوټبال لوبه روانه ده. نو ښه به دا وي چې لږ شانتي نوره تشريح هم ورکړئ څو مونږ کتونکو ته واضح شي.

  2. سلام ښاغليو وروڼو! او د لر اوبر مديريت ته!
    د چا لوبه او څه وخت وه؟
    تاسو په دغې مخ کښې ليکلي چې د کرکټ سيالۍ پر لاندي پټه په ژوندۍ بڼه کتلائ سئ : خو نوره تشريح مو نده ورکړي، چې د چا سيالۍ له چاسره او څه وخت وه. دا ځکه چې زه چې همدا اوس راغلم او پر کلک مې کړل، ګورم چې په نوموړي تلويزوني چينل کښې د فوټبال لوبه روانه ده. نو ښه به دا وي چې لږ شانتي نوره تشريح هم ورکړئ څو مونږ کتونکو ته واضح شي.نننننن

  3. ICC Under-19 World Cup, 13th Match, Group A: Afghanistan Under-19s v England Under-19s at Christchurch, Jan 18, 2010

    Afghanistan Under-19s vs England Under-19s

    adress :

    Queen Elizabeth II Park,
    Christchurch, New Zealand

    Time :

    Match scheduled to begin at 10:30 local time (21:30 GMT)

    Afghanistan Under-19s squad
    Afsar Khan, Aftab Alam, Anwar Anwari, Ayan Aminzai, Ayub Khan, Hamza Hotak, Hashmatullah Shaidi, Izatullah Dawlatzai, Javed Ahmadi, Khushal Rasooli, Murad Ali†, Noor-ul-Haq*, Shir Shirzai, Yamin Ahmadzai, Zakiullah Zaki