کور / خبرتیا او پيغامونه / د ملګروملتونو د ملکي مرګ ژوبلي د راپور غبرګون

د ملګروملتونو د ملکي مرګ ژوبلي د راپور غبرګون

د ملکي مرګ ژوبلی په هکله دملګروملتونودخپاره شوی راپورپه اړه داسلامي امارت غبرګون

په افغانستان کې دملګرو ملتونواستازي دفتر یوناما ددې ادارې دسرمنشي بانکی مون داظهاراتوپه تعقیب، په یوه خپاره شوی راپورکې په افغانستان کي دملکي تلفاتو په هکله څرګندوني کړي او دعوه يي کړي چې په تیرکال کې د۲۴۱۲تنو وژل شویو ملکیانوله جملې څخه مطلق اکثریت یې دکابل اداری دمخالفینوپه بریدونوکې وژل شوي اوډیرلږو یې په امریکایي بمباریو او بریدونو کي ژوند له لاسه ورکړي دي.

څو ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم ديته ورته ادعا کړي وه.

خو ملګرو ملتونو دا خبره پټه کړي چي دکومو منابعويي دغه معلومات راټول کړی ؟ دي . ایا دوی دافغانستان یوې کلیوالې او جنګ ځپلې سیمې ته ورغلي چي دغه کار خو يي يقينا نه ده کړي ځکه چي د افغانستان ټولي کليوالي سيمي د اسلامي امارت په لاس کي دي او د امنيت او پرمختګ د نړيوالي شوري موسسي د نقشي له مخي د افغانستان په سلوکي اتيا برخي تشکيلوي. نو واضح ده چي دوي دغه رپوټ په کابل کي د يوناما په ميلمستون کي ترتيب کړي او د سياسي مصلحتونو په پام کي نيولو سره يي شميري ورزياتي کړي او اسلامي امارت يي ملامت ګڼلي دي. کي دا هم بايد ووايو چي دملکي تلفاتوپه برخه په تیرو کلونو په ځانګړي ډول په ۲۰۰۹ کال کې چي څه پیښ شوی، په دې راپورکې له یوې مخې پرې سترګې پټې شوي .

ځکه یوازې دهغو ملکي وګړوشمیر چې په ډلییز شکل دامریکایانو اودهغوی دملګرو له لوری دکونړ،نورستان، لغمان، کندز، لوګر، پکتیکا، هلمند، فراه او ارزګان په ولایتونوکې په شهادت سول شوي ښایي شمیریې تریادی شوې شمیرې زیات شي.

پر دې برسیره، دهیواد په ښارونو، کلیوالو سیمو، لویو لارو اوحتي خپلو او کورونوکې هیواد وال هره ورځ دیرغلګرو قواوو له لاسه شهيدانيږي د ړندو بمباريو او بي پيلوټه الوتکو دبريدونو هدف ګرځي.

دهلمند ولایت دنوزاد اوسیدونکي وايی چې په تیره یوه نیمه میاشت کې چې دلته عملیات پیل شوي، دامریکایانوپه ړندو میزایلو چې دشوراب له قرارګاه څخه رافیر کیږي، د یونیم سلو نه زیات ملکي خلک په شهادت رسیدلي دي . دغه راز په تیرکال کې یوازې په همدې هلمندکې دمارجې ، زمینداور، ګرمسیر، ګرشک، نادعلي اوناوې په مربوطاتو کې چې د یرغلګرو په چاپوبمبارونو اوتوغندویي بریدونوکې کوم نه زيا ت شي. بی ګناه وګړي په شهادت رسیدلی ښایي شمیریی دیوناماله خپاره شوي رقم مونږ د ملګرو ملتونو چارواکو او عمومي منشي ته ورپه يادوو ايا تاسي د کجکي ولسوالي د زمينداور سيمي ته تللي ياست، چيري چي تيرکال يرغلګرو امريکايانو د عام ولس دوه زره دوکانونه وسوزول. اياتاسي په کندوز کي دهغو زخميانو پوښتنه کړي چي په تير سپتمبرکي په کندز کي د امريکايي الوتکو له لوري پري فارسفورس بمونه وغورځيدل او بيا کندز کي د کابل د ګوډاکي اداري چارواکو کابل ته د علاج لپاره نه پريښودل تر څو ددوي دغه جنايت ( په عام ولس د فاسفورس د بمونو استعمال) نړيوالوته ښکاره نشي.

تيرو اتو کالونو کي مونږ وليدل چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو له خوا د ولسي خلکو د شهادت په اړوند غربي مطلوعات درواغژن رپوټونه خپروي. د مثال په توګه تیرکال په اوړی کې ټولو رسنیو دامریکایي ویندویانوله قوله یوّځل اعلان کړه چې دزابل په دایچوپان کې یې پنځه دیرش تنه مخالفین له منځه وړي دي خووروسته په ډاګه شوه چې دغه ۳۵تنه ټول ملکي وګړي وو چې په امریکایي بمبارکې په شهادت رسیدلي . ترنن پوري د ملګرو ملتونو اداره او د نړي د مطبوعاتو يو خبريال هم هلته د حقايقو د معلومولو لپاره نه دي ورغلي.

مونږ بانکي مون او ملګرو ملتونو چارواکو ته وايو چي تاسي به په بی اساسه او په سياسي ملحوظاتو ولاړو رپوټونو دغه وړي شړي نکړي او نه اوس څوک درباندي باورکوي.

اوس خو د تش په نامه تروريزم په خلاف د امريکي ناموجه جنګ خپل اعتبار بايللي . ټول پوهيږي چي دايو استعماري جنګ دي چي د نړي او د نړيوالو د تسخير لپاره امريکايي امپراطوري په افغانستان کي پيل کړي او په ورو، ورو به يي نورو هيوادونو ته خپروي. ددي په مقابل کي په دين، خپلواکي او هيواد مين ځواکونه دي چي د خپلو حقه حقوقو لپاره يي وسله په لاس کي اخيستي ده. مجاهدين د ولس نه راوتلي ځواک دي او د ولس په مينځ کي اوسيږي. دخپل ولس خوښي او غم د ځان ګڼي.

. تاسي نور په بی اساسه رپوټونو نه دنړيوالو اذهان محصور کولي شي، او نه د امريکي او ناټو مورال بايللو عسکرو ته روحيه ورکوي شي اونه هم داسی څه کول له تاسی سره مناسب دی يوازي بايللي اعتبار به نور هم کم کړي.

دافغانستان اسلامي امارت