کور / تازه خبرونه / ننگرهار : د دوو ښوونځیو د بنسټ ډبري كېښودل شوې

ننگرهار : د دوو ښوونځیو د بنسټ ډبري كېښودل شوې

نن دروان كال دمرغومي دمياشتي په ۲۴ مه ، دننګرهار ولايت د هسكي مينى او كامى په ولسواليو كى دلومړنيو ښوونځيو دودانېو دبنسټ ډبرى دنوموړی ولايت دپوهنې رياست دمسئوولينو لخوا په داسى حال كى دنوموړو ولسواليو دپوهنې مديرانو، استادانو او زده كوونكو ګدون درلود كيښودل شوى.

د هسكى مينى دولسوالى دلومړنى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی په دوو بلاكونو كى د ولايتي بيارغاونى تيم لخوا د يوسلو ۶۰ زرو امريکايي ډالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى چی۲۰ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى داحاطى ديوال او نور ضروري ملحقات ولری. همدارنګه دكامى دولسوالى دلومړنى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی دجاپان هيواد دشانتى رضا كارى ټولنى په مالى لګښت ديو سلو ۱۱۷ زرو امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړيږى چی ۸ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى داحاطى ديوال او نور ضروري ملحقات ولری.

د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.