کور / تازه خبرونه / خوست ښاركې ځانمرګى بريدشوى

خوست ښاركې ځانمرګى بريدشوى

نن دسلواغې په دريمه نېټه دخوست ښاردمتون واټ ترڅنګ يوځانوژونكى بريدكوونكى بې له كوم مالوم لامل څخه خپل ځان الوزولى .
دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترامرسمونوال وزيربادشاه وويل چې دغه ځانوژونكى بريدكوونكى نن په يادشوي ځاى كې بې له كوم مالوم لامل څخه ځان الوزولى چې له امله يې پخپله ځانوژونكى وژل شوى اويوه تنه ښځه برسېرنه ټپي شوېده .
نوموړي وويل چې په يادشوي ځاى كې كوم دولتي اواېتلافي ځواكونه هم نه وو،اونه داسې ځاى دى چې دځانوژونكي بريدموخه يې له امله څرګنده شي .
دعيني شاهدانوپروينادغه ځانمرګي دخوست ښاردمتون واټ ترڅنګ ديوۀ هوټل په زينه كې ځان والوزاوۀ .
ددوى پروينا:ګمان كوي چې ځانمرګي بريدكوونكي په ځان پورې چاوديدونكي توكي له څه شي سره دټكرله امله شاړت شوي وي اوياهم دۀ غوښتل چې خپلې موخې ته درسيدولپاره تيارى ونيسي او د خپلوچاوديدونكيوتوكيولاينونه سم كړي چاودنه رامنځته شوي وي .
دعيني شاهدانوله خولې پدې پېښه كې ځان وژونكى ټوټې شوى ،دوه تنه نرينه اودوې تنې ښځې پكې برسېرنې ټپيانې شوي دي ،چې اوسمهال په روغتون كې تردرملنې لاندې دي .