کور / تازه خبرونه / د جرمنی سفارت ته نږدې راکټ ولګېد

د جرمنی سفارت ته نږدې راکټ ولګېد

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی د جمعې په ماښام په کابل کی د جرمنی سفارت ته نږدې راکټ ولګېد خو انساني تلفات یې نه دي پېښ کړي . د ناټو یو افسر وویل چی موږ د راکټ ډیر لوړ ږغ واورېد چی له پاسه مو تیر سو او په یو کور کی ولګېد . تر اوسه چا د دې پیښی مسؤلیت نه دی منلی .