کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې ولسي جرګه به نن پاتې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو بهير پيل كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا ځلې به هم ولسي جرګه د وزيرانو په غيابت كې هغوى ته په غير علني ډول راى وركړي، خو كه دا ځل هم رد شي نو دا به له تير ځل نه هم په ولسمشر كرزي لوى سياسي ګوزار وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ارزګان په دهراوود كې په شوې ځان وژونكې حمله كې د عامه خلكو درنې مرګ ژوبلې ته په اشارې ليكلي، سره له دې، چې هر لورې ځان د ولس مدافع وكيل بولي، خو په عمل كې بې ګناه خلك وژني.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د لويديځ روانه پوځي تګلاره څيړلې او د افغانستان لپاره يى د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې روانه تګلاره بې نتيجې ده.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو په بهير تبصره كړې او هغه يى د ولسي جرګې لپاره يوه ستره ملي ازموينه بللې ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې خلك له خپلو استازو دا هيله لري، چې د باور راى د وركول په بهير كې يوازې د اساسي قانون حكمونه او سپارښتنې په پام كې وساتي.
په ورځپاڼه كې د لندن د غونډې لپاه روانو تياريو ته هم كتنه شوې او پدې اړه د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړى شوې غونډې ته په اشارې ليكل شوي، چې يوه ځانګړي كاري كميټه به د سه شنبې تر ورځې د لندن غونډې ته د افغانستان طرحه برابره كړي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره په روانو هڅو تبصره كړې او ليكلي، چې د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې په كچه ددې خبرو په څرنګوالي غور روان دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د سولې بهير ته د طالبانو په راوستلو يو ميليارډ ډالره لګښت راځي، چې د ورځپاڼې په وينا په ډير احمتال سره جاپان، اردون او متحده عربي امارات به يى وركړي.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو بل مطلب كې د تركيى د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې طالبان بايد د سولې له بهير سره يو ځاى كيدو ته وهڅولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډولو لپاره روانو توطعو ته كتنه كړې او ليكلي، چې افغانان بايد ددوى د اصولي او قانوني بهيرنو په وړاندې د بهرنيانو دا توطعې شنډې كړي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو د بهير پيل ته په اشارې ليكلي، چې نن به د خلكو استازي پخپلو رايو سره برخه ليك انتخاب كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم پدې بهير تبصره كړې او ليكلي، چې ايا ولسي جرګه به بيا هم كوم حيرانوونكې كار وكړي؟
ورځپاڼې په افغانستان كې د ملي پخلاينې په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې د ولسي جرګې د يو غړي په حواله ليكلي، چې د طالبانو شرطونه او تور لسټ د ملي پخلاينې په وړاندې اساسي خنډونه دي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پخلاينې لپاره روانې هڅې څيړلې او پدې اړه د بهرنيو هيوادونو لخوا كيدونكو هڅو ته په اشارې ليكل شوي، چې دا بهير بايد له افغانستان سره په تفاهم كې پر مخ بوتلاى شي.
خو اصلاح بيا هغه موارد څيړلي، چې د ورځپاڼې په وينا د لندن د غونډې له بريا سره تړلي دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا نن په ولسي جرګه كې د باور راى د بهير پيليدو ته په اشارې ليكلي، چې جرګه به د نا كاره وزيرانو په اړه مناسبه پريكړه وكړي.
ورځپاڼې په يو مطلب كې د لندن په جوړيدونكې غونډې تبصره كړې او د ټايمز آنلاين په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې دا غونډه به شته توقعات پوره نكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د طالبانو په خلاف روان جنګ څيړلې او شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، چې دا جنګ يوه واضح ستراتيژي او پروګرام ته اړتيا لري.

په ورځپاڼه كې هغو هڅو ته هم كتنه شوې، چې د طالبانو د پخلاينې لپاره روانې دي او ليكلي، چې دوى ته د مالي امتيازاتو د وركولو لپاره يو نوى بنياد جوړيږي.