کور / تازه خبرونه / په هايټي کي د خوراکي توکو لوټمار روان دئ

په هايټي کي د خوراکي توکو لوټمار روان دئ

د ملګرو ملتونو خوراکي سازمان وايي په هايټي کي د دوى د خوراکي توکو ګودام د ځينو کړيو له خوا لوټ سوئ دئ.
ملګري ملتونه وايي په دغه ګودام کي د زلزله ځپلو خلګو سره د مرستي په موخه خوراکي او د اړتيا وړ نور لوازم ځاى پر ځاى سوي و چي د يوې ډلي لوټمارانو له خوا لوټ سو.
د هايټي ټاپو تېره اونۍ يوې سختي زلزلې وځپئ، چي له امله يې د دغه هيواد پلازمېنه پورټو پرنس او شاوخوا سيمي تباه سوې.
د ملګرو ملتونو اداره ويي دغه زلزله چي د ريختر په حساب اووه اعشاريه درې درجې ثبت سوې ښايي له١٥ څخه تر شلو زرو پوري کسان يې وژلي وي.
ملګرو ملتونو خبر ورکړئ چي په هايټي کي څه باندي شل لکه کسان عاجلو خوراکي مرستو ته اړتيا لري، کنې يو سخت انساني ناورين به رامنځته سي.
بلي خواته د امريکايي پوځ له خوا د څرخکو الوتکو په ذريعه پر ځپل سويو خلګو باندي د مرستو وېش پيل سوئ، خو لا هم د ليرو پرتوسيمو خلګ د لوږي سره مخ دي.