کور / تازه خبرونه / هلمند:دچاودنې په تړاويوشمېر کسان ونيول شول

هلمند:دچاودنې په تړاويوشمېر کسان ونيول شول

دهلمند زلايت په مرکزلښکر ګا کې دپرونۍ چاودنې په تړاو درې کسان نيول شوي دي . دافغانتان ددفاع وزارت له لوري لراوبر ويپاڼې ته رالېږل شوې خبر پاڼه وايي چې داکسان په لښکر ګاکي دتور ټانګ په سيمه کې تر پرونۍ چاودنې وروسته دافغان پوځ سرتېرو نيولي دي . په پرونۍ چاودنه کې چې په يوه کور کې دننه وشوه څلور کسان وژل شوي ووه . دادطالبانو دوخت دترافيکو دمدير کور وو او افغان چارواکو وويل چې دغه کس په کور کې دننه يوه ځانمرګي بريد کونکي ته په باروتو جوړه سدرۍ وراغوسته چې دپېښي سره مخامخ شو . خبرپاڼه زياته وي چې پوځيانو دهلمند په موسا کلا ولسوالي کې هم ګڼ موهمات او وسلې نيولي دي .