د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک " /> د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک " /> د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک " /> د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک " /> د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک – لراوبر ویب پاڼه

د تکړه طبله وهونکي استاد ذاکر حسین ژوندلیک

ذاکر حسین د ۱۹۵۱ ز کال د مارچ دمیاشتي په ۹ نېټه چي د ۱۳۲۹ لمریز کال د حوت دمیاشتي د ۱۸ نېټې سره سمون خوري دهندوستان د ماهاراشترا ایالت په مرکز مومبۍ کښي زېږېدلئ دئ .
د استاد الا راخا زوی ذاکر حسین د ماحیم په سیمه کي په (St. Michael’s High School)  ښوونځۍ کښي زده کړي کړي او په مومبۍ کښي د (St Xaviers) څخه فارغه سوئ دئ . نوموړی اوس د موسیقی پروډیوسر، فلمي لوبغاړی، دفلمي موسیقی آهنګ جوړونکی او تکړه طبله وهونکئ دئ .

حسین په کم عمر کښي ډېر چالاک،هوښیار او د وخت په ارزښت پوه و . ده په ۱۲ کلنۍ کي نورو هیوادونو ته د خپلي وظيفې د پرمختګ لپاره سفرونه کړي دي . په ۱۹۶۳ ز کال کي يې دهندوستان د پتنا په ښار کي مسلکي کنسرټ ورکړ او د هغه وخت څخه بیا تر اوسه پوري په خپله وظیفه کي د لاپرمختګ هلي ځلي کوي .
نوموړي په  ۱۹۷۰ ز کال کي د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او په دې وختونو کي یې د کاله تقریبا ۱۶۰ کنسرټونه ورکول . علاوه پر دې یې ډېر البمونه هم ثبت کړي دي .
همداشاني نوموړی د “بیل لاسویلس” نړیوال موزیک عالي ډلي “طبله بیټ ساینس” د بنسټ ايښودونکو څخه هم شمېرل کیږي .
په مومبۍ او سان فرانسیسکو کي د طبلې ډیری تکړه او پرمختللي شاګردان  د طبلې د تکړه استادذاکر حسین په لاس روزل سوي  دي  . ذاکر حسین د “ګلوبل ډرم پروجیکټ” تر څنګ په ډیرو داسي نورو پروژو د نړیوالو هنرمندانو سره یو ځای  ونډه درلوده  .
حسین د کاتاک ډانسري”انټونیا مننېکول” سره واده کړئ دئ او استاده “انټونیا مننېکول” په عین حال کښي د ذاکر حسین د منېجري وظیفه هم اجرأ کوي .


فلمي نړۍ :


حسین په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي د هیټ اینډ ډسټ (Heat and Dust) په فلم کښي درول لوبولو ترڅنګ دکمپوز بعضي چاري هم ترسره کړي دي . نوموړي د واناپراستهام (Vanaprastham) په فلم کښي د هندي موزیک د مشاور په حیث رول لوبولئ او ترڅنګ یې کمپوز هم ورکړئ دئ . دې فلم په ۲۰۰۰ زېږدیز کال په ترکیه کښي د استانبل نړیوال فلم فیستیوال جایزه، په ۲۰۰۰ ز کال کښي په هندوستان کښي د بومبۍ نړیوال فلم فیستیوال جایزه او په همدې کال کښي بیا هم په هندوستان کښي د نېشنل فلم جایزه ګټلې ده .
نوموړي په ډیرو فلمونو کښي کمپوز کړئ دئ او همداراز ډېر فلمونه د استاد دطبلې د ږغ له برکته د فلم کتونکو تر سترګو ښه ایسي .
ذاکر حسین په لاندينیو فلمونو کښي کار کړئ دئ :::
– په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کښي د (The Rhythm Devils Concert Experience) په نامه ډي وي ډي .
– په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کښي د (The Way of Beauty) په نامه ډي وي ډي .
– په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کښي (The Speaking Hand: Zakir Hussain and the Art of the Indian Drum) .
– په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کښي (Zakir and His Friends) .
– په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کښي (Heat and Dust) .


ترلاسه سوي جایزې :


– په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما شري جایزه
– په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کښي د هندوستان د حکومت لخوا د پېډما بوشان جایزه
– په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کښي د اینډو-امېریکن په نامه جایزه
– په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کښي د هندوستان دولسمشر لخوا د سنګیټ ناتاک اکېډمي جایزه
– د ۲۰۰۹ زېږدیز کال دفبروري دمیاشتي په اتمه نېټه یې د ميکي هارټ، سیکیرو اډېپوجو او جیوانني هیډالجو سره یو ځای د ګرېممي ۵۱مه جایزه ترلاسه کړه .
ددې جایزو سره ترڅنګ یې د ګوتو په شمار نوري جایزې هم ګټلي دي .
د طبلې استاد ذاکر حسین اوس د نړۍ په کچه ډیر  مینه وال لري .


البمونه :


























































































































د البم نوم  او کارکوونکي يې


کال (زېږدیز)


Global Drum Project – Mickey Hart, Zakir Hussain,
Sikiru Adepoju, Giovanni Hidalgo – Shout Factory
.



2007


Soukha – V. Selvaganesh (with John McLaughlin,
Zakir Hussain, Vikku, Shrinivas) – Naive
.






Sangam – Jazz collaboration with bandleader Charles Lloyd.


2006


Maestro’s Choice Series One – Alla Rakha & Zakir Hussain


2005


Punjabi Dhamar


2004


Raag Chandrakauns


2004


Live at 38th Montreux Jazz Festival – Remember Shakti


18-Jul-04


Live at Miles Davis Hall – Remember Shakti


8-Jul-04


The Best of Mickey Hart: Over the Edge and Back – Mickey Hart


2002


Selects


2002


Saturday Night in Bombay – Remember Shakti (Universal Records)


2001


Tala Matrix – Tabla Beat Science


2000


Spirit into Sound – Mickey Hart


2000


The Believer – Remember Shakti


2000


Remember Shakti – Remember Shakti


1999


And the Rhythm Experience


1998


Supralingua – Mickey Hart


1998


Essence of Rhythm


1998


Magical Moments of Rhythm


1997


Kirwani


1997


Mickey Hart’s Mystery Box – Mickey Hart


1996


Raga Aberi – Shankar


1995


Jog And Rageshri


1994


Music of the Deserts


1993


Flights of Improvisation


1992


The One and Only


1992


Planet Drum – Mickey Hart


1991


At the Edge – Mickey Hart


1990


Tabla Duet


1988


Making Music


1987


The Apocalypse Now Sessions – Rhythm Devils Rykodisc


1979


Natural Elements – Shakti with John McLaughlin


1977


A Handful of Beauty – Shakti with John McLaughlin


1976


Diga – Diga Rhythm Band


1976


Shakti – Shakti with John McLaughlin


1975


Rolling Thunder – Mickey Hart


1972


Shanti


1971


Evening Ragas” Vasant Rai


1970


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 




په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي استاد حسین په یوه کنسرټ کښي د طبلې وهلو پر مهال






د ژباړلو نېټه : 2009-12-29 چهارشنبه