کور / تازه خبرونه / جنرال دوستم پر پخوانۍ دنده وټاکل سو

جنرال دوستم پر پخوانۍ دنده وټاکل سو

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په امر بدنام جنګسالار جنرال دوستم يو ځل بيا د وسله والو قواوو د رئيس ارکان په حيث ټاکل سوئ دئ.
جنرال دوستم دوه کاله دمخه هغه مهال له دې دندي څخه وشړل سو چي پر خپل پخواني ملګري اکبرباى او د هغه پر کورنۍ يې د شرابو د نيشې پر مهال حمله وکړه.
جنرال دوستم وروسته د لويي څارنوالۍ له خوا پړ وبلل سو، خو کومه سزا يې ونه ليده او ترکيې ته تبعيد سو.
جنرال دوستم د تېر کال په انتخاباتو کي د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ او ښايي د هماغه ملاتړ له مخي ولسمشر بيرته دغه دنده ورته سپارلې وي.
د سياسي چارو کتونکي پر دې دنده د جنرال دوستم ټاکل د افغانستان په زيان بولي او وايي ولسمشر کرزى له يوې خوا د طالبانو سره د خبرو پلان لري او له بلي خوا د زرونو طالبانو قاتل په خپل څنګ کي پر غټه پوځي دنده کښېنوي.