کور / طنز / طنز ټوکه نه ده

طنز ټوکه نه ده

داسې ټولنه نشته چې د ټوکو په نامه څه ونه لري د ټوکه کلمه له عربي کلمې مطالبې نه اخیستل شوې ده،چې ساتېري، خوش‌طبعي، د دوستانو تر منځ خندونکې خبرې او مزاح مانا شوې ده.
دا چې ټـوکې څه شی دي؟ او دڅه لپاره ویل کیږي؟. باید وویل شي چې د ټوکو تاریخ تر لطیفو او حکایتو پورې رسېږي چې د پند او نصېحت ادبیات ول.
کاشفي سبزواري په بديع الافکار فی صنايع الاشعار کې
مطايبه ټوکه بولې او هغه داسي تعريفوي: مطايبه يو معتدل هزل دی.

لطيفه : لطیفه لنډ حکیمانه کلام ته وایي چې په حسن او ظرافت بیانیږي
حکایت:، نکل،حدیث،روایت،سرگذشت ته هم وایي یو ډول ساده او لنډ خیالي یا واقعي داستان دی چې اخلاقي، عرفاني او دیني مسایلو لپاره ویل کیږي
ټوکه: ټوکه یوه ډیره مروجه شوخ طبعي ده د خندا او ستاتیری لپاره ویل کیږي او لیکوال نه لري
لطیفه لنډ او خندونکی حکایت یا کیسې ته وایي چې په یوه مانا لرونکي ټکي اوج ته رسیږي. لطیفې عموماً په دواړو ځانګړې او عمومي برخو کې ویل کیږي. د لطیفې اصلي محور په سیاسي، ټولنیزو او مذهبي سکالوو اوکله هم د مذهبي او سیاسي واک لرونکو په کړووړه چوړلي.
که څه هم د لطیفې موخه خندا ده خو ډیر د پام وړ شیان بیانوي چې دانساني ژوند سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي جرړې لري.
د لطیفې یوه بېلګه:
– يو ليونی نيشاپور ته تللی و په لاره کې يې په يوه دښته کې د غواوویو لوی ګورم ولېد.
ويي پوښتل: دا د چا دي؟
ځواب يې ورکړ : د عميد نيشاپوري .
د هغه ځای نه تير شو يوه دښته يي ډکه له آسانو ولېده.
ويي پوښتل: دا آسان د چا دي؟
ځواب يي ورکړ : د عميد نيشاپور ي.
بيا یې په لاره کې ډيري رمې ولېدې. ويې پوښتل: دا رمې د چا دي؟
ځواب يې و رکړ: د عميد نيشاپوري
چې ښار ته راغی ډير مرييان يې وليدل.
ويي پوښتل:
دا مرييان د چا دي ؟
ورته وويل شول: دا د عميد دي.
د ښار په منځ کې يې يو ښه غټ ښکلی سرای ولېد ويي پوښتل:
دا سرای د چا دی؟
ويي ويل. د عميد نيشاپوري…
ليوني خپل زړه او څيرې څيرې لونګۍ له سره پورته او د آسمان خواته يې وغورځوله او ويي ويل:
دا هم عميد نيشاپوري ته ورکړه! هغه ته چې دي دا ټوله شيان ورکړي.

لطیفو خپل ځانګړي شخصیتونه، لکه بهلول دانا او ملا نصرالدین… درلودل چې ډیر پوه او نومانده خلک وه د هغو دکړو وړو یادونه به د پند لپاره کېده او د لطیفو په ډول به ویل کېدله.
لطیفه د روح د خوشالۍپه پار لیکل کېده او بيا ترهرڅه مخکې د دې لپاره چې خلک سوچ وکړي، د هغو پر کارونو اوکړو وړو باندې بې له سوچه عمل ونه کړي، ویل کېدې. دا دواړه شخصیتونه کازیان هم وه او خلکو هغوی په حکمت پېژندل ،نه دا ډول چې اوس مشهور دي. پر دې سربېره لطیفې د پند لپاره وې او اخلاقي پیغام یې درلود چې د ښه پوهاوي لپاره ورسره د طنز مالګه هم ګډه شوې و ه.
تر عثماني جګړو وروسته د اړپېچونو له لامله د لطیفې استازګري يا رسالت خپله لاره کږه کړه ،له حکمته راووتې او پر دښمن دخندا، ملنډو، وسیله شوه. نو دا لطیفه ،حکایت پر نننۍ توګه ، واوښتل.

نور بیا