کور / اسلامي / الله تعالی ته دنږدې کېدواسباب

الله تعالی ته دنږدې کېدواسباب

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

الله پاک ته ځان نږدې کول په هرمسلمان فرض دي اودادده دژونداصلي

مقصددی،اودادهغوکاروله جملې څخه دی چي انسان ته دهغوله کولوپرته چاره نشته ځکه چي کله انسان له الله پاک څخه لري شي نوداانسان په څرګنده تاواني اوښکاره تباه دی،دده په تباهئ کي دعقل خاوندشک نلري .

الله تعالی فرمائلي دي :ياايهاالذين آمنوااتقواالله وابتغوااليه الوسيلة وجاهدوافي سبيله لعلکم تفلحون .

اې دايمان خاوندانو:له الله نه وويريږئ اودهغه لوري ته نږدي والی ولټوئ،اودهغه په لارکي جهادوکړئ کېديشي تاسوکامياب شئ.

شرعي احکامات په دوه قسمه دي اول :منهيات له هغوڅخه ځان ژغورل ضروري دي.دوهم :مامورات چي دهغوامتثال اوعملي کول پکاردي .

بيادشرعي احکاماتودوه حالته دي يوپخپله عملي کول ،دوهم نوروخلګوته دعوت اوبلنه ورکول،نوترک دمنهياتوته اشاره ده په اتقواالله سره،عمل په ماموراتوته اشاره ده په وابتغوااليه الوسيلة سره،نوروته دعوت ته اشاره ده په جاهدوافي سبيله سره .

لعلکم تفلحون پدې کي دکاميابېدو زېرئ دی هغه چاته چي داکارونه ترسره کړي .

پدې آيت کي الله تعالی انسانوته داحکم کړی چي دوی بايدخپل رب ته ځانونه نږدې کړي ځکه دوسيلې دلفظ معنی دنزدېکت ده،نوکامياب هغه څوک دی چي څوک ځان خپل رب ته نږدې کړي اوناکام هغه دی چي څوک له رب العزت څخه لري وي .دلته څوعملونه داسي ذکرکيږي چي دهغوپه اختيارولوسره انسان دې ستراواساسي هدف ته رسيږي هغه عملونه دادي .

دشپې عبادت کول .

په حديث شريف کي راغلي دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:ان اقرب مايکون الرب من العبدفي جوف الليل الآخرفان استطعت ان تکون ممن يذکرالله في تلک الساعة فکن .

رواه الترمذي وابن خزيمة باسنادصحيح .

رب العالمين بنده ته دشپې په آخرکي ډېرنږدې وي که کولی شې چي له هغوخلګوشي چي دالله تعالی ذکرپدې وخت کي کوي نوشه .

مطلب دادی چي څوک دشپې عبادت کولی شي نوودې کړي ځکه دادګټي وخت دی .

له حسن بصري رحمه الله څخه چاپوښتنه وکړه چي هغه کوم عمل دی چي په هغه سره بنده الله عزوجل ته نږدې کيږي؟

حسن بصري وويل:ماته بل داسي کارندی معلوم چي هغه دي دشپې ترپورته کېدولمانځه ته غوره وي .

يعني غوره اومؤثرعمل پدې هکله هغه دشپې لمونځ دی .

الله پاک ته سجدې کول..

الله عزوجل په قرآن کريم کي فرمايې:واسجدواقترب .سجده کوه اوځان الله ته نږدې کړه.

ددې آيت مطلب دادی چي سجده الله ته دنږدې کېدوسبب دی .

لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي (اقرب مايکون العبدمن ربه وهوساجدفاکثروالدعاء فقمن ان يستجاب لکم )رواه مسلم .

بنده خپل رب ته دسجدې په حالت کي تربل هروخت ډېرنږدې وي نوپه سجده کي دعاوي ډېري غواړي ځکه داوخت ددې لائق دی چي ستاسودعاء قبوله شي.

دفرضواداکول سره دډېروالي دنفلو.

له ابوذررضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چاچي زماله دوست سره دښمني وکړه نوهغه ته زماله طرفه دجنګ اعلان دی،بنده ماته له هغه کاروپرته چي ماورباندي فرض کړي دي په بل شي داسي نه رانږدې کيږي،بنده تل ماته په نفلوسره رانږدې کيږي تردې چي زه دهغه غوږشم چي زماپه کومک سره اوري،اوزه دهغه سترګي شم چي زماپه مددسره ويني،اوزه دهغه لاس شم چي زماپه کومک سره نيول کوي،زه دهغه پښه شم چي زماپه کومک سره تګ کوي،که له ما څه وغواړي نوخامخابه ئې ورکوم اوکه په ماسره پناه وغواړي زه به پناه ورکوم (الحديث رواه البخاري)مسلمان بايددفرضوداداکولوسره نفل هم ډېرکړي ترڅودالله مقرب بنده جوړشي.

دالله عزوجل دمقدس کتاب تلاوت کول

قرآن کريم دالله اودبنده ترمينځ يوه ډېره نږدې واسطه ده ،په حديث کي راغلي دي:ان هذاالقرآن حبل طرفه بايديکم وطرفه بيدالله فتمسکوابه فانکم لن تضلواولن تهلکوابعده ابدا.

داقرآن يوه رسۍ ده چي يوطرف ئې ستاسوپه لاسوکي دی اويوطرف ئې دالله سره دی نودارسۍ ټينګه ونيسئ نوتاسوبه لدې وروسته هيڅکله نه ګمراه کيږئ اونه به تباه کيږئ .

په يوه حديث کي راغلي دي :وماتقرب اليه العبادبمثل ماخرج منه (رواه احمد)بندګان چي څنګه الله ته دقرآن په ذريعه نږدې کيږي په بل شي د اسي نه نږدې کيږي .

دالله عزوجل په لارکي جهادکول

داهم الله پاک ته دنزدې کېدولوی سبب دی .

الله پاک فرمايې(الله طرفته قربت ولټوئ اودهغه په لارکي جهادوکړئ کېديشي تاسوکامياب شئ) .

پدې آيت کي ئې دوسيلې اوقربت سره يوځای جهادذکرکړی،پدې کي اشاره ده چي داجهادبعينه الله ته قربت اووسيله ده .

دجهادفضائل بېخي ډېردي چي دلته ئې نشوذکرکولی .

دالله عزوجل درضالپاره دمال مصرفول .

داهم دالله طرفته دقربت يوه اهمه ذريعه ده لکه دابوهريره رضی الله عنه په حديث کي راغلي دي په مسنداحمدکي .

تقوی اونيک عملي په ځان کي راوستل .

الله فرمايې :ان الله مع الذين اتقواوالذين هم محسنون ـ

بيشکه الله دهغه خلګوملګری دی چي تقوی کوي اونيک عمله دي..

صبر

الله فرمايې:والله مع الصابرين الله دصبرناکوملګری دی .يعني ور ته نږدې دی اوهغوی ئې دوستان دي.

دُعاء

الله فرمايې:واذاسالک عبادي عني فاني قريب اجيب دعوة الداع اذادعان .کله چي کله زمابندګان له تاپوښتنه زماپه هکله وکړي نوزه نږدې يم،ددعاکوونکودعاوي قبلوم .

لمونځ

زکات

دالله په رسولانوايمان

صدقې

الله فرمايې:وقال الله اني معکم لان اقمتم الصلوة وآتيتم الصلوة وآمنتم برسلي وعزرتموه واقرضتم الله قرضاحسنا.

الله عزوجل فرمائلي زه ستاسوسره يم که تاسولمونځ قائموی اوزکات ورکوی اوزماپه پيغمبرانوايمان راوړئ اوالله ته ښه قرض ورکړئ .

هرنيک عمل

تردې چي وړوکئ عمل به هم سپک نه ګڼي ځکه دالله رضاکله په ډېروړوکي عمل کي وي .

وابتغوااليه الوسيلة

دوسېلې لغوي اواصطلاحي معنی :

امام راغب ويلي :وسېله التوصل الی الشئ برغبة يوشي ته په مينه رسيدل(مفرداتُ القرآن)

لسان العرب کي ليکلي دي:وسېله منزله،درجه،رغبت اووصلة ته ويل کيږي .په اصطلاح دشريعت کي وسېله :امام راغب ليکي:مراعاة سبيله بالعلم والعبادة وتحری مکارم الشريعة(مفردات)

دالله دلاري په علم اوعبادت سره مراعت ساتل اودشريعت په ښوکارونوکي کوشش اوهڅي کول .دې ته وسيله ويل کيږي .

دوسيلي بل مطلب اخيستل صحيح ندی لکه بعضي خلګ چي لدې آيت څخه دشرک اوبدعت لپاره استدلال کوي .

داڅوعملونه موږپه لنډډول ذکرکړل الله پاک دي موږټولوته پدې اعمالودعمل توفيق راکړي آمين وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين