دسولې باچاخان خان غفارخان ته

سعيد لودين | جنوري 19th, 2010


د ننګونو قهرمـــــانه دپښتون د زړه ارمـــــــانه
نړيوال هــــم پرتاوياړي اې دسولـــــې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو
زولنۍ د شرنګـــولــــي بنديوان دزندانـــونــــو
****
ازادي ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته ديوسولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايم هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولـــــې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمـــــانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخـــــــــانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دونياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم
لر اوبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال هم پر تا وياړي اې دسولې باچاخانه

Copyright Larawbar 2007-2024