کور / تازه خبرونه / کندوز:دسولې دټينګښت ترسرليک لاندې غونډه وشوه.

کندوز:دسولې دټينګښت ترسرليک لاندې غونډه وشوه.

په کندوز کې دقومې مشرانو له لورې دسولې دټينګښت په اړه يوه غونډه وشوه .
په دغه غونډه کې دکندوز ولايت والې انجينر محمدعمر ، په دغه ولايت کې دسوله ساتو ځواکونو قوماندان لادين بلګردسرحداتود وزارت مرستيال محمديعقوب احمدزې اوکندوزبرسيره دبغلان ، تخاراوبدخشان ولاياتونوقومي مشرانو اومتنفذينوپه کې برخه اخيستې وه .
دکندوز والې دغونډي ګډونوالوته په خپلوخبروکې وويل : ( چې مونږه دافغان امنيتي اوبهرنيو ځواکونو په ملاتړ توانيدلي يو چې دکندوز ولايت ترڅنګ دګاونډي بغلان په امنيتې چاروکې ښه والې راولو ، هغه داهم زياته کړه که چيرته ولسې وګړې له دولتې امنيتې ځواکونو سره مرسته وکړې دوي به وکولاې شي چې په کندوز ولايت کې بشپړامنيت راولې.
همدارنګه دسرحداتو وزارت معين محمديعقوب احمدزې په خپلو څرګندونو کې وويل چې بهرنيو ځواکونو دقومې مشرانوسره باربارداژمنه کړيده چې په عملياتوکې به له دوي سره همغږۍ کوي ولې هغه په بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه چې دوي په کليواواطرافې سيموکې پرته د دوي له مشورې عمليات ترسره کوي چې د دوي په دې کړنې سره ولسې وګړې ورځ په ورځ ددولت نه فاصله نيسې . اوسيمه ورځ په ورځ ناآمنه کيږئ .
سربيره پردې دخان آباد دشيخ علې ولسوالې يوتن قومې مشرعبدالقهاربيا په خپله وينا کې وويل: ( ترڅوچې دولت د ولسې وګړو زړه په خپل لاس کې رانه ولې ولس به نورهم د دولت نه ياغې شي او دولت واکمنې اوحاکميت نه داچې دسوال لاندې راشي بلکه سېمه به نوره هم ناآمنه شئ چې بيابه ئي اداره ستونزمنه وي .
همدغه ډول يوتن دينې عالم سيدکريم الله بيا وويل:چې ډيرې ولسې وکړې په دولتې اداروکې دادارې فساد اوبډو له امله ددولت په مخالفوليکوکې دريږي دولتې ارګانونه په قضايې برخوکې نه دي توانيدلې چې دخلکو دوسيواوستونزوته په وخت سره لاسرسي وکړې هغه ديوې بيلګې راوړلو پوسيله وويل: چې ديوکس يوه دوسيه څلورکاله نه فيصله کيدله خوولې دهغه پروينا کله چې هغه کس طالبانوته رجوع وکړه په يوه ساعته کې فيصله شوه .
ديته ورته دغونډې د ډيرې ويناوالو خبرې اکثره د دولت او ولسې وکړو دستونزو اوفاصلې رامنځ ته کيدلو باندي راڅرخيدلې .
داپه داسې حال کې ده چې په دغه ولايت کې په دي وروستيوکې امنيتې حالت ترينګلې شويدي .
وخت ناوخته ددغه ولايت دولسواليو څخه دافغان دولت ځواکونو اووسلوالوطالبانو دنښتو رپوټه ورکول کيږي .

همايون بابر کندز