کور / شعر / زما خيالونه د غزل ماشومان – وږي،نهر له تناره چاپېره

زما خيالونه د غزل ماشومان – وږي،نهر له تناره چاپېره

               غــــــزل


خال دې د سپين جبين پټی ګرو کړی
غم د ليلا رانه  زړګی  ګرو  کړی


نه په خندا نه په موسکا پوهيږې
تل د زما د ژوند سپرلی ګرو کړی


دا شېخ!مې حق پکې ذره نه بولی
وايي جنت مې ځای پر ځی ګرو کړی


د کور او کلی درته  څه  ووایم
پوله په پوله مو مرګی ګرو کړی


بیا چې ځلمی په شونډو سپک يادوی
چا دې د سرو شونډو وښی ګرو کړی


غـــــزل           



له تورو سترګو د باڼه چاپېره
لکه جرګې ته پښتانه چاپېره


لکه يو ياد به دې ساتمه پکې
جانانه کړم به درنه زړه چاپېره


که یې زما د خيال مورچې نیولې
غمونه ستا مې کړل خواره  چاپېره


پرون یې  لاس  د يارانې راکاوه
نن مې دي واړه له کاله چاپېره


زما خيالونه د غزل ماشومان
وږي،نهر له تناره چاپېره